افغانستانروغتیا

بلخ کې د معتادینو درملنې لپاره نوی مرکز جوړ شو

بلخ کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې نوی مرکز پرانیستل شو
د بلخ سرپرست والي حاجي محمدیوسف وفا په ځانګړې سپارښتنه بلخ کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو لپاره نوی مرکز پرانیستل شو، چې عملاً د یاد ولایت له ۸ کمپونو څخه د روږدو کسانو د انتقال لړۍ نوي مرکز ته پیل شوه.
د بلخ سرپرست والي په راتګ سره د روږدو کسانو د یادو کمپونو څخه د نظارت لپاره کمېټه وټاکل شوه، چې تر نظارت او ارزونې وروسته یادو کمپونو کې زیاتې ستونزې په ګوته کړل شوې، چې په همدې موخه روږدو کسانو لپاره نوی مرکز پرانیستل شو.
د یاد ولایت سیمه ییز مسوولین وايي، چې یاد مرکز له کمپونو څخه د روږدو کسانو د انتقال لړۍ پیل شوې، چې ډېر ژر به دا لړۍ بشپړه او د روږدو کسانو درملنه به په کې ښه ډول ترسره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *