
اروپايي ټولنه له افغانستان سره ٥٠٠ میلیونه یورو مرسته کوي
شریعت: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سیاسي سلاکار زاهدالرحمن او امنیتي سلاکار ژواو د کندهار له مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک سره وکتل.
شریعت: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سیاسي سلاکار زاهدالرحمن او امنیتي سلاکار ژواو د کندهار له مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک سره وکتل.
په دغه کتنه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سیاسي سلاکار زاهدالرحمن وویل، چې اروپايي ټولنه د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده او راتلونکي ۲۰۲۳م کال کې به شاوخوا ٥٠٠ میلیونه یورو مرسته د روغتیا، بشري مرستو او زراعت په برخه کې له افغانانو سره وکړي.
نوموړي کندهار ته هم د خپل سفر موخه په دغه ولایت کې د ټولنې اړتیاوې په نښه کول وبلل او زیاته یې کړه، چې په دغه ولایت کې به شته ستونزو او اړتیاوو ته په خپلو پلانونو کې ځای ورکړي. ورپسې د کندهار مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له سلاکارانو مننه وکړه او ویې ویل، چي دغه ټولنه د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده او تر دې دمه یې په بېلابېلو برخو کې له افغانانوسره مرستې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت دښمنان تل هڅه کوي، د خپلو مغرضو موخو لپاره د افغانستان اوسنی حالت نړیوالې، اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو ته خراب وښیي؛ ولې اروپايي ټولنې ته په کار ده، چې د افغانستان ریښتنی انځور تر نړیوالو ورسوي.