افغانستان

افغانستان او قزاقستان به د خپلې سوداګرۍ کچه 3 میلیارده ډالرو ته لوړه کړي

شریعت: د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او سوداګرۍ وزیر سریک ژومانگارین او مل پلاوي سره په کابل کې لېدلي دي.
یاد وزارت پر ټویټر لیکلي، دواړو لورو په‌ دې لېدنه کې د اقتصادي او ترانزیټي اړیکو د پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو تر منځ درې مېلیارډ ډالرو ته د سوداګرۍ کچې لوړولو، د ترانسپورټي زېربناوو او اورګاډي پټلۍ د جوړولو په ګډون او د افغانستان په کاني زېرمو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي، عزیزي د اسلامي امارت په استازیتوب د ترانزیټي اسانتیاوو رامنځته کولو، د ګډې خونې او مستقیم هوايي دهلیز د جوړولو او افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې په اړه خبرې کړي او کابل ته یې د قزاقستان د پلاوي له راتګه هرکلی کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *