افغانستان

تېر کال څه باندې ۳ میلیارده نوې افغانۍ هېواد ته رارسېدلې

د افغانستان بانک چارواکي وايي، په تېر کال کې د ۱۰، ۲۰ او ۵۰ افغانیو درې میلیارده ۱۴۰ میلیونه ۸۰۰ زره نوي بانک نوټونه هېواد ته رارسېدلي، یوه اندازه نوي بانکنوټونه وېشل شوي او زړې پيسې هم راټولې شوې دي. د افغانستان بانک د پولي سیاست رییس احمد جواد سداد وایي د بازار اړتیا ته په کتو او د «معقولو پولي سیاستونو» په پام کې نیولو سره یې بازار ته به دغه نوي بانک نوټونه وړاندې کړي. د هېواد په بازارونو کې له خلکو سره زړې افغانۍ ډېرې شوې او خلک ډېر کله د زړو بانک نوټونو له زیاتوالي شکایت کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *