
افغانستان
د ترکیې په زلزله کې د ۸۰ افغانانو مړينه تأیيد شوې
په ترکیه کې د افغانستان سفارت د دغه هېواد په زلزله کې د ۸۰ تنو افغانانو مړینه تایید کړې ده. د تېرې دوشنبې په سهار دوو پرلهپسې سختو زلزلو د ترکیې سوېلختیځ او د سوریې لوېدیځې سیمې ولړزولې. د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د لومړۍ زلزلې شدت د رېښتر په کچه ۷.۸ او د دویمې یې ۷.۵ درجې وه. په انقره کې د افغانستان د سفارت مرستیال محمد مصدق فقیري وايي، له بده مرغه په زلزله کې ۸۰ تنه افغانان هم مړه شوي دي. هغه زیاته کړه چې مړه شوي افغانان همالته د ځایي اوسیدونکو په مرسته خاورو ته سپارل شوي دي. د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې، یادو زلزلو د دغه هېواد لس ولایتونه سخت ځپلي او درانه مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.