
افغانستان
د خوړو نړیوال پروګرام بې وزله افغانانو سره د مرستې غوښتنه کړې
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په راروانه اپرېل میاشت کې د افغانستان شاوخوا ۱۳ میلیونه اړو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره سمدستي ۹۳ میلیونه او په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۸ سوه میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. ډبلیو ایف پي په یوه بیان کې چې پرون په ژنیو کې د ملګرو ملتونو دفتر خپور کړ، د دې بسپنې غوښتنه کړې. دې ادارې ویلي، چې په افغانستان کې کورنۍ د زیاتېدونکې لوږې په ګډون له پرله پسې ستونزو سره لاس ګرېوان دي. د یادې ادارې ادارې د معلوماتو له مخې نږدې شل میلیونه افغانان نه پوهېږي چې بل څاښت خواړه به له کومې لارې ترلاسه کوي او شپږ میلیونه کسان له قحطۍ څخه یوازې یوګام واټن لري.