افغانستاناقتصاد او رغونه

د مالیې وزارت: ګمرکونو له ټاکلي هدف پورته عواید راټول کړي

مالیې وزارت خبر ورکړی چې تېر کال یې د ګمرکونو ریاست له لارې له ورکړل شوي هدف پورته عواید راټول کړي. له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېر کال ګمرکونو ته ۹۶ میلیارده افغانۍ هدف ورکړل شوی و چې د تېر کال په کب میاشت کې پوره شو. د سرچینې د معلوماتو پر اساس، تېر کال له ګمرکونو څخه په ټولیز ډول ۱۱۱.۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي چې له ټاکل شوي هدف څخه ۵.۸ فیصده لوړ دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې له یادو عوایدو څخه ۹۴.۲۷ میلیارده افغانۍ له وارداتو، ۱۵.۴ میلیارده افغانۍ له صادارتو او ۲.۰۲ میلیارده افغانۍ له بهرني ټرانزیټ څخه ترلاسه شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *