افغانستان

غرامت نه غواړو قاتلین دې محاکمه شي

د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د هغې کورنۍ غړي د غرامت پر ځای د قاتلینو د محکمې غوښتنه کوي چې د هالنډي ځواکونو له لوري یې پر کور بمبار شوی او ۲۰ غړي یې ور وژلي دي. د اختر محمد په نوم یو تن وایي چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د هالنډي ځواکونو په بريد کې د هغه د کورنۍ ۲۰ غړي وژل شوي دي. نوموړي ویلي چې دوی بې ګناه وو، خو د هالنډي ځواکونو له لوري یې د کورنۍ ۲۰غړي ووژل شول. دی وايي، هغه غرامت چې د هالنډ هېواد له خوا ورکول کېږي، دوی ته د منلو نه دی او په خبره يې، د پیسو په ترلاسه کولو سره يې د هېڅ درد درملنه نه کېږي. د اروزګان ولايتي مسؤولين هم وايي چې د هوايي بريدونو پر مهال په ارزګان کې په زرګونه کسان وژل شوي دي. د دغه ولايت د اطلاعات او کلتور ريیس قاري اغاولي قريشي وايي، قاتلين بايد محاکمه شي او د وژل شوو کسانو خپلوانو ته دې غرامت ورکړل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *