افغانستاناقتصاد او رغونه

غزني کې د ۷ میلیونو افغانیو په لګښت د برېښنا یوه پروژه بشپړه شوه

د غزني د برېښنا ریاست مسوولین وایي، چې د غزني ښار اړوند نوآباد ښارګوټي کې د ۶۳۰ کیلو واټه ظرفیت په لرلو سره د برېښنا یو ترانسفرمر ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
‎د دغه ولایت د برېښنا رئیس حافظ صلاح الدین توکلي باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه ترانسفرمر د ۷ میلیونو افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو له لوري جوړ شوی، چې د سیمې ۵۷۰ کورنیو ته د برېښنا په برخه کې آسانتیاوې برابرې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې سږکال په غزني کې د برېښنا ۱۸ ترانسفرمرونه فعال او د ۱۴ نورو ترانسفرمرونو د نصبولو چارې روانې دي.
***

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *