
افغانستان
هلمند کې د زیانمنو شویو ښوونځيو د ترمیم چارې پيل شوي
په هلمند کې د ملګرو ملتونو اړوند یونېسف د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال د زیانمن شویو ښوونځیو د ترمیمولو چارې پیل کړي دي. تازه یونېسف د دغه ولایت په مارجې ولسوالۍ کې یو ښوونځی ترمیم کړی دی. د یونېسف مسوولین وايي، پلان لري چې په دې ولایت کې ۶۰ ښوونځي ترمیم او بېرته فعاله کړي.