
افغانستاناقتصاد او رغونه
پکتیکا کې د ۴.5 میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو شبکه جوړه شوه
شریعت: د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د ۴.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پکتیکا د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې دغه شبکه د ګیان ولسوالۍ په ګل امین کلي کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۴.۵ میلیونو افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
د مسوولینو په وینا، په دغه شبکه کې د ۳۶مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل او د ۳۸ نل لیکو نصبول شامل دي، چې پر مټ یې ۳۸ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې په هم دغه ولایت کې دې ته ورته شبکې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وې.