
کابل او کندهار کې 11 تنه د غلا په تور ونیول شول
امنیتي مسؤلینو په کابل او کندهار ولایتونو کې د غلا په تور د ۱۱ تنو د نیولو خبر ورکوي.امنیتي سرچینو په پلازمېنه کابل کې د غلاپه تور د ۷ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د کابل امنیې قومندانۍ مسؤلینو پ وینا، یاد کسان د ښار اړوند د ۱۰مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د نیول شویو کسانو له ډلې یو تن یې له یوه کس څخه د ۶۰۰ ډالر او ۱۱ زره افغانیو د غلا په تور او ۶ تنه نور له یوه کور څخه د لوښو د غلا په تور لاس په لاس نیول شوي دي.
د کابل امنیې قومندانۍ همدارنګه ویلي، چې نیول شوې پیسې او لوښي بېرته خپلو اصلي خاوندانو ته سپارل شوي دي.
همداشان، د کندهار د امنیې قومندانۍ مسوولين وايي، چې د کندهار ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې څلور تنه د غلا په تور نیول شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ مسؤلینو په وینا، یاد کسان نن په څلورمه امنیتي حوزه کې نیول شوي، چې ښار کې به یې غلاوې کولې.