سرمقالې

اسلامي ورورګلوي او زموږ د ګاونډي اخلاق!

د اسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد د هېواد پر ځینو سیمو د بهرنیو بې پیلوټه الوتکو ګزمې ښکاره تېری بللی او زیاته کړې یې ده چې زموږ هېڅ کوم ګاونډی هېواد باید چاته اجازه ورنه کړي چې له اړوندې فضا یې زموږ پر هېواد تېری وشي. د یادونې وړ ده چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته تېرو دوه نیمو کلونو کې پرلپسې د امریکې بې پیلوټه الوتکې زموږ پر هېواد ګزمې وهي او ښایي څه بریدونه یې هم کړي وي. مطلب دا اوس څه پټه خبره نه ده چې الوتکې امریکایۍ او د لارې اسانۍ زموږ د مسلمان ګاونډي پاکستان له خوا ورته چمتو کیږي، هغه هېواد چې د اسلام په نامه جوړ او د ښې مسلمانۍ دعوا هم کوي، د جنرالانو لیاقت یې هم زیات او تر اټومي وسلو پورې هر ډول جنګي وسایل هم لري، له بده مرغه پاکستاني واکمنو له یادو دعوو سره – سره نه یوازې دا چې اوس صلیبي دښمنانو ته لارې ورکړي، بلکې زموږ پر هېواد د شل کلن بهرني اشغال په ټوله موده کې یې د اسلام دښمن ته زښته ډېرې اسانتاوې برابرې کړې او ځان یې په یاده جګړه کې د لومړۍ کرښې ملګری هم بللی و. د دوی همدا غلطې تګلارې لامل شوې چې (۲۰۰۷) میلادي کال کې د تحریک طالبان پاکستان په نامه د دیني علماؤ او مبارزو اشخاصو یوې ډلې ښکاره مخالفت پیل او د پاکستاني پوځ پر خلاف یې شدیدې جګړې وکړې تردې چې د پوځ په بمباریو کې ټوله قبایلي سیمه انتهایي ډېره وځپل شوه او په لکونو وګړي یې ووژل شول. متأسفانه زموږ دې مسلمان ګاونډي ته خپلې یادې خطاوې هیڅ نه ښکاري، له یاده یې باسي، لا هم اصرار پرې کوي او لاهم شپه ورځ د هماغه صلیبي دښمن ځیرې ته په هیله موږ سره د ښکاره دښمنۍ تګلاره تعقیبوي. په دې اساس موږ یوځل بیا د پاکستان پردیني علماو او د پښتونخوا او قبایلي سیمو پرهغو مسلمانانو چې د تېرو کلونو حالات یې په خپلو سترګو لیدلي، غږ کوو چې باید واکمنوته وریاد کړي چې دا ډول چلن به یې وضعیت لا نور هم خراب او د دواړو هېوادونو عام ولسونه به له خورا سختو ناخوالو او بد بختیو سره مخ کړي، تاسې فکر وکړئ چې که یو مسلمان ګاونډی پردي بې دینه دښمن ته خپل کور کې ځای ورکوي، هوایي اډې، لارې او سهولتونه ورته چمتو کوي او خپل مسلمان ګاونډی پرې وژني، ایا دا به ډېره ستره جفا نه وي، ایا دا حالت د زغملو دی او ایا دا هم مسلماني ده؟ نو راځئ اې مسلمانو ګاونډیو وروڼو خپل حاکمان له دې ډول چلن څخه ایسار او د اسلامي اخوت پر اساس د ښېګنې او غوره اخلاقو تګلارې ته یې راوبلئ، افغان ولس یوازې پر همدې ژمنه ټینګ او له نورو هم د همداسې اسلامي تګلارې هیله من دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *