لیکنېمقالی اوتبصرې

تصفیه د امارت په ګټه؛ که په تاوان ده!؟

د اسلامي امارت واک ته رسېدو سره سم یو څو خبرې ډېرې زمزمه کېږي، هغه داچې:
دا مجاهد دی، دا مخلص دی، دا د شهید ورور دی، دا همکار، دا چیرکي، دا نفوذي او دا بعدالفتح دی. د تصفیې فورمه لرې او که نه؟ څو کاله سابقه لرې؟ بلاخره دا خبره دومره اوږده او مشهوره شوه، چې دا څوم ځل شو؛ تصفیه کېږي، خو خبره ورځ تر بلې خرابېږي، ځکه که یو مخلص یا بې واسطې مجاهد لرې کېږي، په ځای یې کوم د واسطې والا مخلص/ مجاهد داخلېږي. لکه څنګه چې قصابان زیاتېږي، غوا مرداریږي. همدارنګه تصفیه هم درواخله.
د تصفيې کمېسيون مسؤلینو ته وایم! دا د تصفیې موضوع مو ډېره درته سخته کړه، کټ مټ لکه د بني اسرائیلو د غوا د واقعې په شان، چې څومره یې پوښتنې زیاتېدې هغومره ورته سختېده، همدارنګه څومره چې تصفیه کې ګوتې وهئ او سختوئ یې؛ هغومره به ځانونه ستړي کوئ او ګټه به یې ډېره کمه او تاوان زیات وي. زه دلته یو څو خبرو ته اشاره کوم، فکر پرې وکړئ او قضاوت خپله وکړئ.
دا تېر شل کاله د مجاهدینو مالي تمویل چا کاوه؟ چا ورته په خپل کور ځای ورکړی و؟ چا خپل کور په امریکایانو بمبار کړ؟ چا ورته ډوډۍ ورکوله؟
هغه خلک څوک و، چې همدې ملت ته به يې ویل (چا چې یو غازي د الله په لاره کې مجهزه کړ، نو په حقیقت کې نوموړي غزا وکړه ) هغه څوک و، چې ورته ویل به یې ( افضل جهاد مالي جهاد دی) همدارنګه هغه څوک و، چې همدې ملت ته به یې ویل؛ د وعظ او نصیحت له لارې خلکو ته د جهاد دعوت ورکول، دا د ژبې جهاد دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي (تاسو وجنګېږئ له کفارو او مشرکینو سره په مالونو، ځانونو او ژبو خپلو سره. دلته مطلق لفظ د جهاد ذکر شوی دی، پرته له جهاد فی سبیل الله څخه په بل څه نشي تفسیر کېدی او بل دلته صیغه د امر ده، نو اوس یې په کوم تفسیر د جهاد له عنوان څخه د همکار او بعدالفتح په نوم باسې.
دا تېره خونړۍ شل کلنه دروه کې مجاهد لپاره خپل کور سنګر ګرځول، د دښمن چاپو، بمباریو، وحشتونو او تکلیفونو ته چا ورکړی و؟ د دهقانۍ او دیاړۍ په تڼاکو لاسونو او چادو پښو ګټلې روپۍ چا په چنده کې ورکولې؟
پورته یاد اعمال په خوله اسانه ویل کېږي او د کیسې په ډول له خونده ډکه ښکاري، خو په عمل کې ډېر دروند او سخت کار دی، چې زموږ ملت په ډېره مېړانه یادې سرښندنې ترسره کړې.
راځم دې خبرې ته، چې پورته یادې شوې کړنې اقلاً په یو، دوه او درې کالو جهادي سابقې باندې نه ارزي!!!
پام مشرانو! خپل ملت له یاده ونه باسئ. د هغوی تکالیف او قربانۍ هېرې نه کړئ، چا چې له خپلو حجرو تر جوماتونو او له جوماتونو د واک تر ګدۍ ستاسو حمایه وکړه او تاسو یې اوس په تش میدان پرېږدی، خدای مکړه دغه پاک او سپېڅلې خلک درڅخه نا امیده نه شي او زړونه یې ښېرا ونه کړي او ستاسو د کړنو څخه الله جل جلاله ته عارض نه شي.
په اخېره کې د مشرانو څخه یوه هیله کوم، هغه چا چې دا شل کاله د مجاهدینو په قتل عام کې پوره ونډه درلوده او په اقتدار کې و، هغوی ته عفوه وشوه، د عفوې ترڅنګ نن ورځ هم په ښه بست او رتبه کې دي، ښې ډبلې تنخواوې هم اخلي، خو بل طرف چا چې په تېره اداره کې زحمتونه او تکلیفونه تېر کړل، د طالب، مجاهد او همکار په نوم بندي شوی، وربړول شول او رنګ په رنګ مشکلات یې ولیدل؛ هغوی له دې صف څخه په دې نوم، چې ته د تصفيې فورمه نه لرې او مجاهد نه یې، لرې کوي. دا خو ولاکه انصاف وي. هغه د کفارو غلام، چې تر پرونه یې مجاهدینو ته د پنجاب غلامان ویل، شهیدانول یې او زندانونو ته یې اچول، هغوی به دې اسلامي نظام ته ډېر ژمن او وفادار وي؛ که هغه زورېدلی مخلص او په اسلامي نظام مین کس. قضاوت پر تاسو.

منیر فاروقي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *