لیکنېمقالی اوتبصرې

اصلي غلام څوک دی؟

ديوجانس يو له پيژندل شويو حاکيمانو څخه و، هغه د سکندر مقدوني د وخت يوه مشهوره کېسه رانقل کړې ده.

سکندر مقدوني په خپل وخت کې د مځکې د يوې لويې برخې فاتح او اشغالوونکی و، د نړی پر ډېرو هېوادونو او مملکتونو يې راج پروت و.

يو وخت هغه په ډېر کبر، غرور، دبدبه او فخر پر يوه لاره روان و، نو ټولو خلکو يې تعظيم او تکريم کې ټيټ تګ کاوه، د هغه په بدرګه ډېر په ادب او احترام ورسره روان وو او په ډير لوړ زوږ او جوش يې د هغه ستاينې ته کار ويلی وو.

مګر يوازې يوه فقير او تارک الدنيا چې د لارې پر سر ناست و، سکندر ته يې هيڅ اعتناء ونه کړه او نه يې ارزښت او اهميت ورکړ، بلکې د يوه عام تېريدونکې په څېر چلند يې ورسره وکړ.

سکندر پوښتنه وکړه، دغه څوک دی؟ فقير راوستل شو، سکندر پوښتنه ترې وکړه، چې ولې دې زما احترام او تعظيم ونه کړ؟

فقير په ځواب کې ورغبرګه کړه، چې زه بايد هيڅکله ستا احترام ونه کړم، ځکه ته زما غلام يې.

سکندر غوسه هم شو، او حيران هم شو، ورته وويل يې، ته ليونی شوی يې، په کوم دليل زه ستا غلام يم؟

فقير ورته وويل، سکندره! مه غوسه کېږه او مه حيرانېږه، ځکه ته د شهوت، نفساني تمایلاتو او غضب غلام يې، په داسې حال کې چې دا ټول زما په لاس اسير او زما غلام دي، نو واضحه ده، چې ته زما اسير او غلام يې، او ته اصلي غلام يې.

مولوي کريم الله کامران

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *