مقالی اوتبصرې

اميرالمؤمنين؛ چې زه يې پېژنم

زه نه کوم چاپلوس او نه هم کوم متملق ليکوال يم چې د چا د خوښولو يا خپه کولو لپاره دا ليکنه کوم، بلکې دامې خپل د کمزوري ذهن ليد او برداشت دی.
که مې حقيقت ليکلی و،الله لره دې ستاينې وي او که مې ناسم ليکلی و، الله دې راته سمه لاره وښيي.
هو زه د داسې يوه شخص په توګه د اسلامي امارت د قضاياوو په اړه خپل اند څرګندوم،چې کابو د عمر دوې برخې دوه ثلثه مې په دې سپېڅلي صف کې پوره شوي، د دې صف امارت منافع راته په زرګونو ځلې تر خپل شخصې ګټو لومړيتوب لري، ما له خپل الله (ج) سره عهد کړی چې هېڅکله به په دې مقدس صف کې هغه کړنه نه کوم چې د دې صف له عليا اهدافو سره په ټکر کې وي.
کابو دوولس کلونه وشول چې د اسلامي امارت له اوسني زعيم حفظه الله له شخصيت سره اشنا شوی يم او د ده ويناوې مې په جلسو، مجلسو او مخامخ ناستو کې اورېدلي، داچې دی څه ډول شخصيت دی؟، مفکوره او ليدلوری يې څه دی؟، د حکومتولۍ په اړه يې طرز تفکر څه دی؟، ولس او ملت ته په کومه سترګه ګوري؟، له بيت المال سره يې چلند څنګه دی؟
تقوا، دينداري او ديانت يې په کومه کچه کې دی او داسې نورې پوښتنې.
هڅه به وکړم تر څو دې او نورو سوالونو ته ځواب ووايم.
لږ به مخکې ولاړشم؛ کله چې د اسلامي امارت د بنسټګر او لومړي زعيم ملا محمد عمر مجاهد نورالله مرقده د وفات خبر رسماً خپور او د ځايناستې د ټاکلو لپاره يې د لارښودې شورا لخوا مجلسونه او غونډې پيل شوې او په پايله کې يې شهيد ملا اخترمحمد منصور تقبله الله د اميرالمؤمنين په توګه انتخاب او بيعت ورسره وشو، له دې ټاکنې سره سم نويو فتنو سر راپورته کړ.
د داعش ډلې څرګندېدل او نور اختلافات هغه څه وو چې د مجاهدينو تر منځ يې سخت تشويش او پرېشاني خپره کړه، زه خپله دومره سر ابداله وم او پر ځان وډار شوم چې هسې نه اعصاب له لاسه ورکړم يوازې مې زړه ته په دې ډاډ ورکاوه چې دا سپېڅلی صف چې د لکونو حافظانو، تنکيو ځوانانو او استشهادي مجاهدينو وينې پرې تويې شوې هېڅکله به يې الله تعالی نه ضائع کوي.
که څه هم منصور صاحب شهيد يو مدبر، له حالاتو او سياست سره پوره بلد شخصيت و او تر يو حده وتوانېد چې حالات په خپل کنټرول کې واخلي،خو بيا هم لويې ستونزې پرځای پاتې وې.
د منصور صاحب له شهادت وروسته چې کله د رهبرۍ شورا په فيصله شېخ هبة الله آخوندزاده حفظه الله د زعامت لپاره غوره او بيعت ورسره وشو څلور لويې ننګونې يې مخته پرتې وې.
١- د اسلامي امارت د صف وحدت او بيا انسجام
٢-د داعش د فتنې په وړاندې کوټلې او رغنده مبارزه
٣-په قطر کې له امريکا سره د مذاکراتي بهير چارې
٤-د اشغال پر خلاف د جهادي چارو پياوړتيا او ګړندي کول.
که د صف د وحدت په برخه کې منصفانه نظر وکړل شي نو په ډاډ سره ويلای شو چې شېخ صاحب حفظه الله په دې برخه کې فوق العاده کار وکړ حتی داسې کسان يې پخلا کړل چې د اسلامي امارت له سقوط او د اشغال له پيله ناراضه او له صفه وتلي وو، همداشان هغه خلک چې د منصور صاحب تقبله الله د زعامت پر وړاندې يې ملاحظات لرل هغه يې هم ټول راخپل کړل.
د داعش په اړه يې د علماوو له نظر اخيستلو وروسته جدي اقدامات وکړل، د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان نه يې د دوی د شړلو لپاره د جنوب نه د شهيد مزمل تر سرپرستۍ لاندې منظم قطعات ولېږل چې د داعش رېښې او سرچينې يې په دې سيمه کې وچې کړې.
په قطر کې يې له امريکايي لوري سره د مذاکراتو جريان داسې رهبري کړ چې د شريعت او خپل ملت ټولې غوښتنې يې د تړون په متن کې ځای پر ځای او په مقابل لوري ومنلې، په دې متن کې هېڅ داسې توری او کلمه نشته چې زموږ د راتلونکو نسلونو لپاره عار او د پېغور لامل وګرځېږي او يا زموږ د هيواد د عليا منافعو پر خلاف وي.
څلورمه برخه د اشغالګرو او کابل ادارې د عسکرو په وړاندې عملي او مسلح جهاد او عمليات ووچې هغه هم په ډېره ښه توګه تنظيم او رهبري کړای شول، په جګړو کې د ولسي وګړو د تلفاتو د مخنيوي لپاره لازم تصميمونه ونيول شول، د زخميانو او جګړې د قربانيانو د پالنې او تداوۍ لپاره هم پياوړي او اغېزناک اقدامات ترسره شول او له ټولو مهمه دا چې د دعوت،ارشاد،جلب اوجذب پروسه ډېره ګړندۍ شوه او د دښمن له صفه لوی او کليدي اشخاص راجلا او خپل عادي ژوند يې پيل کړ. نوربيا…

مهاجرفراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *