دینې لیکنې

روژه د برکتونو مياشت! شپارلسمه برخه

دوه ويشتم برکت:
بل برکت د دې مبارکې مياشتې دا دی چې الله پاک هره شپه ډېر داسې انسانان له اوره آزادوي چې هغوی د اور او جهنم مستحق دي لکه په حديث کې چې راځي:
ولله عُتَقَاءٌ من النَّارِ وذَلكَ كُلَّ لَيلَةِ».[سنن ابن ماجه۱۶۴۲] ژباړه: په دې مياشت کې الله لره د اور څخه آزاد شوي بندګان شته او دا کار هره شپه کېږي.
يعنې د روژې مبارکي مياشتې په هره شپه کې الله پاک ډېر خلک له اوره آزادوي او دا د انسانانو لپاره لويه بريا ده چې د همدې مياشتې په برکت الله تعالی د دوی په نصيب کړې ده.
الله پاک دې موږ ټول په دې مبارکې مياشت کې له هغو خلکو وګرځوي چې الله پاک يې له اوره آزادوي.
درويشتم برکت:
بل برکت ددې مياشتې دا دی چې د دې مياشتې عظيم عبادت چې روژه ده د قيامت په ورځ د الله پاک په حضور کې د روژه نيوونکي شفاعت کوي او الله پاک روژې ته د شفاعت كولو اجازه هم ورکوي. په حديث کې راځي:
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: الصِّيَامُ وَالْقُرْآنُ يَشْفَعَانِ لِلْعَبْدِ فيَقُولُ الصِّيَامُ: أَيْ رَبِّ، إِنِّي مَنَعْتُهُ الطَّعَامَ وَالشَّهَوَاتِ بِالنَّهَارِ فَشَفِّعْنِي فِيهِ، وَيَقُولُ الْقُرْآنُ: مَنَعْتُهُ النَّوْمَ بِاللَّيْلِ فَشَفِّعْنِي فِيهِ فَيُشَفَّعَانِ.[شعب الايمان ۱۸۳۹] ژباړه: د عبدالله بن عمرو څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: روژه او قرآن د بنده لپاره شفاعت کوي، روژه وايي: ای ربه ما دې د ورځې لخوا د خوړو او شهوتونو منع کړي وو نو ماته اجازه راکړه چې د ده شفاعت وکړم، قرآن وايي: ای ربه ما دې د شپې لخوا له خوبه منع کړي وو نو ما ته اجازه راکړه چې د ده شفاعت وکړم نو الله پاک دواړو ته د شفاعت کولو اجازه ورکوي.
د قيامت په سخته ورځ چې انسانان شفاعت کوونکي ته ډېره اړتيا لري دا د روژې عظيم برکت دی چې د روژه نيوونکي شفاعت کوي.
الله پاک دې موږ ته د دې توفيق راکړي چې سمه روژه ونيسو او د قرآن حق سم آداء کړو ترڅو د شفاعت مستحقين يې وګرځو.
څلورويشتم برکت:
بل برکت د دې مياشتې دا دی چې الله پاک د دې مياشتې په برکت په جنت کې روژه تيانو ته يوه خاصه دروازه ځانګړې کړې ده چې بېله روژه تيانو بل هېڅوک د هغې دروازې نسي داخلېدلای، په حديث کې راځي:
عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: فِي الْجَنَّةِ ثَمَانِيَةُ أَبْوَابٍ فِيهَا بَابٌ يُسَمَّى الرَّيَّانَ لاَ يَدْخُلُهُ إِلاَّ الصَّائِمُونَ.[ صحيح البخاری ۳۲۵۷] ژباړه: سهل بن سعد رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: په جنت کې اته دروازې دي يوه دروازه يې ريان نومېږي چې له هغې دروازې بېله روژه تيانو بل هېڅوک نشي داخلېدلای.
په بل حديث کې راځي چې کله روژه تيان له دې دروازې جنت ته داخل شي دا دروازه نوره بنده شي، يعنې دا دروازه د يوه فضيلت له مخې تنها د روژه تيانو لپاره خلاصه شوې
وي.

 مولوي نورالحق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *