افغانستان

بامیانو کې ښوونځی جوړېږي

د بامیانو د مرکز اړوند دو آب چپ دره سیمه کې د UNHCR ادارې په مالي ملاتړ د ۲۱ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه منځني ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي ویل،چې موږ ټول باید هڅه وکړو، ترڅو ځوان نسل د حضرت محمد (ص) په اخلاقو برابر، دیني او عصري زده کړو سمبال کړو، څو خپل هېواد د نورو له احتیاجه خلاص کړي.
ورته مهال د یاد ولایت د پوهنې رییس شیخ ناظر جعفري وویل، چې دغه ودانۍ په ۱۵۶۰ مترمربع ځمکه کې جوړېږي، په کې ۱۰ ټولګي، د لابرارتوار او کتابتون، تشنابونه، احصاوي دېوال او د لمریزې برېښنا سېسټم جوړول شامل دي.
په همدې حال کې د یادې سیمې اوسېدونکو د اسلامي امارت څخه د مننې ترڅنک وویل، چې دغه ښوونځی ۵۳ کاله وړاندې رامنځه شوی و، چې تر دې دمه ورته معیاري ودانۍ نه ده جوړه شوې.
دوی په دې سیمه کې د د زده کړو کیفیت په لوړولو او د یاد ښوونځي د ارتقا غوښتنه وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *