افغانستان

ترکمنستان کې د اسلامي امارت جنرال کنسل: افغان محصلینو سره هرډول همکارۍ ته چمتو یو

شریعت: ترکمنستان کې د اسلامي امارت د جنرال کنسلګرۍ سرپرست افغان محصلینو ته در هر راز همکارۍ ژمنه وکړه. بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي، په ترکمنستان کې د افغانستان اسلامي امارت د جنرال کنسلګرۍ سرپرست مولوي سید عبدالغفور قریشي د دغه هېواد د ماري ولایت د انرژۍ له انسټیټیوټ څخه لیدنه وکړه.
چې په دې کتنه کې په ماري ولایت کې د افغانستان د کنسلګرۍ سرپرست مولوي سید عبدالغفور قریشي د دغه کنسلګرۍ له دوهم سکرتر مفتي عبدالعلي افضلي سره د ماري ولایت د انرژۍ انسټیټیوټ څخه د لیدنې پرمهال د دغه انسټیټیوټ له مرستیال اتایف غایغئ سیز آنه چاریوویچ او په دې انسټیټیوټ کې له افغان محصلینو سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د ماري ولایت د بهرنیو چارو رییس بېګنج قاقه جانوف هم حضور درلود، لومړی د ماري ولایت د انرژۍ انسټیټیوټ مرستیال د ۹ تنو افغان محصلینو په اړه چې له یاد انسټیټیوټ څخه فارغېږي، مفصل معلومات وړاندې کړل.
ورپسې قریشي د دوست او ورور هېواد ترکمنستان له هر اړخیزو همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، افغان محصلین وهڅول او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *