افغانستان

جوزجان کې د معلولینو او شهيدانو کورنیو د ثبت لړۍ بیا پیل شوه

شریعت: په جوزجان کې د معلولينو او د شهيدانو وارثانو ته د پيژند پاڼو د ويش او ثبت لړۍ پرون پيل

شریعت: په جوزجان کې د معلولينو او د شهيدانو وارثانو ته د پيژند پاڼو د ويش او ثبت لړۍ پرون پيل شوه.
په همدې موخه جوړه وشويو مراسمو کې د جوزجان د شهيدانو او معلولينو چارو رئیس مولوي شبير احمد مقصود وویل، چې مخکې له دې له دغه رياست سره ٤ زره د شهيدانوکورنۍ او ٣ زره ٥٥٧ معلولين ثبت شوي و، چې اوسمهال يې له بیا پیل سره ١٧٠٠ د شهيدانو کورنۍ ثبت کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه لړۍ کې به هره ورځ له ۷۰ څخه تر ۸۰ پورې ملکي، پخواني نظامي سرتېري او مجاهدینو د شهیدانو وارثان او معلولین ثبت کېږي، چې هره میاشت به ورته له ٣ زرو تر ١٥ زره افغانۍ ورکړل شي.
مقصود وویل، چې په تېرو ٢٠ کلونو کې له ډېرو امکاناتو سره مخکېني حکومت ونه شو کړای، چې دغه بهیر پیل کړي، خو اسلامي امارت د معلولینو او د شهیدانو د وارثینو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه دغه بهیر په خورا لنډ وخت کې فعال کړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *