سرمقالې

خوندی افغانان او د امریکایی استازی لالهانده سفرونه!

دخبرونو له مخې له څو ورځو راهیسې د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی یوځل بیا پر افغان موضوع د بحث لپاره د هند، چین او جاپان په دوره راوتلی. ټام ویسټ د افغانستان ترخپلواکۍ او اشغال ترخاتمې وروسته په همدې موخه څوڅوځله منځنۍ  اسیا، پاکستان، ترکیې او ګڼو نورو هېوادوته سفرونه ترسره کړی و له ډېرو بهر مېشتو افغانانو سره یې هم لیده کاته شوی. خو که د نوموړی ګردو ملاقاتونو او مباحثو ته یو عمومی او ځغلنده نظر واچول شی، داسې معلومیږی چې ظاهراً کوم ورک او مجهول مقصد پسې شپه ورځ لالهانده دی. ځکه د وینا اندازیې خو را محتاط، کنایی او محافظه کارانه ښکاری. یوازې په ترکیه کې یې له یو شمېر افغانانو سره څو خبرې تقریباً څرګندې ځکه وې چې ښایی یاد افغانان به د ټام ویسټ په کنایاتو ښه نه پوهېدل.

نوموړی هلته مخاطبو افغانانوته سپارښتنه وکړه چې باید یو ګډ تشکیل او جوړښت ولری او په یوه خوله هم اسلامی امارت او هم نورو خواو سره مذاکرې وکړی شی. ټام ویسټ که څه هم په خورا محتاطو الفاظو سره خبرې کوی خو هڅه یې داوی چې هم افغان ولس او هم زموږ د سیمې او ګاونډ هېوادونوته وښیی چې افغانستان کې د بهرنیانو تر وتلو وروسته دواک او حکومت تشه منځ ته راغلې او دا باید په هماغه طریقه ډکه شی کومه چې پخوا به د امریکې خارجه وزیر جان کیری ډکوله. یا داسې چې یوځل بیا په یوه ارګ کې دوه ولسمشران په یوه ساعت کې د مسؤلیت لوړه کوی. موږ دامنو چې د  امریکې د ځانګړی استازی خبرې کاملاً محافظه کارانه دی خو بل لورته په دې کې هیڅ سلیم العقل انسان ذره شک هم نه شی کولی چې غربی نړۍ او زموږ دسیمې څو هېوادونه ښه په جدیت سره لګیا دی د افغانانو د پرېشانه کولو په موخه ډول ډول دسیسې او پلانونه جوړوی. دوی غواړی د همدغو سفرونو او بېلابېلو بحثونو په ترڅ کې افغانانوته له غوږه ور تېره کړی چې لږ صبر شئ، ګورئ لاهم څه کار روزګار او د هېواد ودانۍ ته لاس مه اچوئ، امریکا او ملګری یې لګیا دی خپل زاړه یاران او څه نور کسان راولی، یو پراخ بنسټه او ټول شموله نظام درته جوړوی او بیا ډېرې نورې مرستې هم کوی چې هم به لوکس دفترونه پرې جوړشی، هم د ښځو لپاره پارکونه، حمامونه، امن کورونه او هم ورزشی لوبغالی، مطلب دا چې په همدې توګه لویدیځوال غواړی تر خپلواکۍ ګټلو وروسته هم افغانان استحکام او ثبات ته پرې نږدی، له مختلفو درکونویې وپاروی، ولمسوی او له موجوده امنیته یې هم بې برخې کړی. حقیقت دادی چې د بهرنیو ځواکونو تر شړلو وروسته نو افغانانو خپلواکی ترلاسه کړې، د غلامۍ جغ یې له اوږ ولیرې شوی، د یو داسې نظام ترسیوری لاندې ژوند کوی چې ټولو مادی او معنوی ارزښتونو، دین، عقیدې، کلتور او ملی ګټوته سل په سلوکې ژمن او ښه په اخلاص سره یې دفاع او پالنه کوی. داسې نظام چې د ګردو مذهبی او قومی اقلیتونو وګړی پرته له کوم ډار او خطره خپل ژوند تر سره کولی شی، هر یو محاکموته ورتلی شی او له هر زور وره خپل حق غوښتلی شی. سر بېره پردې اوس هغه وخت هم تېر شوی چې د یرغلګرو ځواکونو او د هغوی د اجیرانو له وېرې په لویو لارو او خپلو کورو کې هم څوک بې غمه نه و. بمبارۍ، چاپې، پلټنې، ډاکې او د سر، مال او پت له خطره به یو عام وګړی هم نه وخوندی. خو دا حال پر موږ د چا نه دی پېرزو او له همدې کبله یې پر ډول ډول دسیسو لاس پورې کړی. البته د ګرد افغان ملت ایمانی او ملی ذمه واری او مکلفیت بیا دادی چې هیڅکله نور د چاپه دغسې شیطانی فریبونو دوکه نه شی بلکې خبروته یې هیڅ ارزښت ورنه کړی او فقط د خپل نظام استحکام او هېواد بسیاینې ته له پوره اخلاص، همت او جدیت سره ملاوتړی.

یوازې همدغه تګلاره زموږ د پرمختګ، سوکالۍ، بسیاینې او سر لوړۍ ضمانت کولی شی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *