سرمقالې

نړیوال دې هم زموږ د ځمکنۍ بشپړتیا  احترام وکړي!

د معلوماتو له مخې دفاع وزیر ښاغلي محمدیعقوب مجاهد په عربي اماراتو کې له امریکايي ځانګړي استازي تام وست سره په خبرو اتروکې غوښتنه او سپارښتنه کړې چې نړیوال هم باید د افغانانو دا حق وپېژني او ومني چې همدا ملت د خپلې خاورې مالک او واکمن دی، باید د ځمکنۍ بشپړتیا احترام یې وشي او له بې ځایه مداخلو لاس واخیستل شي. حقیقت دا دی چې افغان دفاع وزیر پرته له شکه امریکایي استازي ته انتهايي پخه، واقعي او رښتیني خبره کړې او نوموړي ته یې په واضح ډول دا پیغام ورکړی چې که نړیوال پر موږ باندې خپل یو درجن فرمایشونه او شرطونه منل او تپل غواړي نو لږ تر لږه دوی خو دې هم دومره ومني چې د افغانستان په نامه او نقشه دا خاوره او هېواد خپله د افغانانو ملکیت دی او دلته د نړۍ هیڅ کوم بل ملت د یرغل او مداخلې حق نه لري. افغانان په داسې حال کې له نړیوالو د دغه شان متقابل احترام هیله من دي چې هیڅکله یې نه د سیمې او ګاونډ په هېوادو کې څه غرض او مداخله کړې او نه یې لیرې هېوادو ته کوم خطر او زیان رسولی دی. آیا په ټوله بشري نړۍ کې به داسې کوم منصف پیدا شي چې د افغان- شوروي جګړه کې افغانان ملامت وګڼي؟ یا به دا ثبوت څوک وړاندې کړی شي چې د امریکې او ناټو اته څلوېښتو یرغلګرو هېوادو له جملې پر کوم یوه یې افغانانو تېری کړی وي؟ خو له بده مرغه همداسې بې غرضه او بې دلیله حالت کې بیا هم شوروي لښکرو افغانستان کې څو میلیونه افغانان ووژل او هر څه یې ور تبا او برباد کړل.

د معلوماتو له مخې دفاع وزیر ښاغلي محمدیعقوب مجاهد په عربي اماراتو کې له امریکايي ځانګړي استازي تام وست سره په خبرو اتروکې غوښتنه او سپارښتنه کړې چې نړیوال هم باید د افغانانو دا حق وپېژني او ومني چې همدا ملت د خپلې خاورې مالک او واکمن دی، باید د ځمکنۍ بشپړتیا احترام یې وشي او له بې ځایه مداخلو لاس واخیستل شي.

حقیقت دا دی چې افغان دفاع وزیر پرته له شکه امریکایي استازي ته انتهايي پخه، واقعي او رښتیني خبره کړې او نوموړي ته یې په واضح ډول دا پیغام ورکړی چې که نړیوال پر موږ باندې خپل یو درجن فرمایشونه او شرطونه منل او تپل غواړي نو لږ تر لږه دوی خو دې هم دومره ومني چې د افغانستان په نامه او نقشه دا خاوره او هېواد خپله د افغانانو ملکیت دی او دلته د نړۍ هیڅ کوم بل ملت د یرغل او مداخلې حق نه لري. افغانان په داسې حال کې له نړیوالو د دغه شان متقابل احترام هیله من دي چې هیڅکله یې نه د سیمې او ګاونډ په هېوادو کې څه غرض او مداخله کړې او نه یې لیرې هېوادو ته کوم خطر او زیان رسولی دی. آیا په ټوله بشري نړۍ کې به داسې کوم منصف پیدا شي چې د افغان- شوروي جګړه کې افغانان ملامت وګڼي؟ یا به دا ثبوت څوک وړاندې کړی شي چې د امریکې او ناټو اته څلوېښتو یرغلګرو هېوادو له جملې پر کوم یوه یې افغانانو تېری کړی وي؟ خو له بده مرغه همداسې بې غرضه او بې دلیله حالت کې بیا هم شوروي لښکرو افغانستان کې څو میلیونه افغانان ووژل او هر څه یې ور تبا او برباد کړل. دا لا څه چې بیا مولا د ارام سا نه وه اخیستې چې اته څلوېښتو نورو هېوادو له ځمکې او فضا په ظالمانه یرغل لاس پورې او تر شلو کلویې دلته هغه کانې وکړي چې ګندګي یې په سلو کلو کې هم نه شي پاکېدلی! له دواړو شرقی او غربي یرغلونو سره افغانانو په تش لاس او انتهايي بې وزلۍ او محرومیت کې فقط د خپلو ټټرونو په سپر کولو مقابله وکړه او د میلیونونو ککریو په قیمت یې پس له څلورڅلوېښت کلونو پر له پسې مبارزې ایله په کامله توګه د خپل هېواد ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکي تر لاسه، پردۍ اجیرې ملیشې او ملوک الطوایفی ختمه او یو مستحکم مرکزي نظام جوړ کړی شو. په دې حساب اوس دلته د نا امنۍ، خپل سرۍ او بدماشۍ هیڅ کوم معلوم آدرس نه تر سترګو کیږي، خو متأسفانه بیا هم یو شمېر مغرض او معاند هېوادونه او کړۍ لګیا دي افغانستان  کې له نوي سره قومي، مذهبی او سمتی اختلاف را پارولو ته لمن وهي او د خپلو ځینو اجیرانو په لاس د فساد کولو هڅې کوي. تر دې چې خپله همدغه ټام ویست پر له پسې منډې تر ړې وهي، تشویشونه ایجادوي او ځینې خاینې تجربه شوې څېرې یو ځل بیا میدان ته راوستل غواړي. له بلې خوا همدغه د امنیت او بشري حقونو بیرغچې امریکا لګیاده زموږ پر فضايي ساحه تېری کوي او زموږ د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ذره درناوی هم نه کوي. مطلب دا چې اوسنۍ نړۍ مطلقاً د زورورو په کنټرول کې ده، دلته د ځنګل قانون چلیږي او هر زورواکی تر خپله وسه ظلم او بدماشي کوي. د هېوادونو ترمنځ د احترام او حقوقو منطق هیڅ اورېدونکی او منونکی نه لري او نه د ګردې نړۍ پرمخ داسې کوم جهت شته چې د یو مظلوم فریاد واوري.

بناءً ښه به داوي چې افغانان هم د اوسنۍ نړۍ موجوده وضعیت او واکمن ځنګلي قانون په تمامه معنا درک او دغسې بیهوده مجالسو کې حتی خپله یوه شېبه هم ضایع نه کړي. همدا د هر با احساسه، مؤمن او هېواد پال افغان ایماني، ملي او وطني ذمه واري ده. لازمه ده چې په کامل وحدت، اخلاص او جدیت خپله ټوله پاملرنه فقط د هېواد بیارغونې او پرځان بسیاینې ته وګرځوي. راځئ د زړه له تله دا واقعیت ومنو چې زموږ د دین، ناموس، پت او عزت خوندیتوب او سرومال ساتنه یوازې په همدې خاوره کې ممکنه ده. د همدې خاورې دفاع او ودانۍ ته به ملاتړو، ستوماني به ګالو او همدلته به سوکالي او نېکمرغي تر لاسه کوو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *