د اتاترک روغتون ظرفیتونه لوړېږي
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د انګلستان هېواد د ( کېډز اور)خیریه بنسټ له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه
په دې ناسته کې د یاد بنسټ له لوري د اتاترک روغتون عملیات خونې د بیارغونې، یاد روغتون د طبي تجهیزاتو د ورکړې، د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، دوامدره همکارۍ او ګڼو نورو روغتیايي موضوعاتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې. د عامې روغتیا وزارت د روغتيایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد بنسټ له لوري د اتاترک روغتون عملیات خونې د بیارغونې او دغه روغتون ته د طبي تجهیزاتو د ورکړې په موخه د یاد بنسټ له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ له هغوې وغوښتل، چې په راتلونکي کې هم د روغتیا په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او ورته عملیات خونې په یو شمېر نورو روغتونونو کې هم ورغوي.
له بل لوري د یاد بنسټ مسؤلینو پر خپلو دوامداره همکاریو ټینګار ته پر اشارې وویل، موږ به راتلونکي کې ورته نورې عملیات خونې هم ورغوو او په همدې موخه یې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه څخه وغوښتل؛ ترڅو د هغو روغتونونو اړوند معلومات، چې عملیات خونې یې بیارغونې ته اړتیا لري زموږ سره شریک کړي.