افغانستان

د افغانیو د لا پیاوړتیا لپاره به ۱۴ میلیونه ډالره لیلام شي

د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې نن دوشنبې ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي. د افغانستان مرکزي بانک پرون د یوه ټویټ په خپرولو سره سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. یاد بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي. مرکزي بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *