افغانستان

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر؛ د يو شمېر پروژو د چارو پر چټکوالي ټینګار وکړ

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور د ملي پراختیایي شرکت له رييس سره په یوه کاري غونډه کې د دغه وزارت تر لاس لاندې پروژو د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ.دانرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر پرون دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې: ددغه وزارت دپروژو دتطبيق په خاطر ددغه وزارت او دملي پراختيايي شرکت ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه .په دې کتنه کې ښاغلي منصور، د ملي پراختیا شرکت رييس عبدالرحمن عطاش او د یاد شرکت یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د اوبو بندونو او د برېښنا د تولید د پروژو د تطبیق په اړه د «زابل ولایت د توري بند، په پکتیکا ولایت کې د پلټوني بند، د پکتیا ولایت د مچلغو بند، د ګمبیري پروژې» او یو شمېر نورو پروژو په اړه بحث او خبرې وکړې. دغه وزارت د پروژو اهمیت ته په اشارې سره د دې وزارت د پروژو د کار په چټکتیا ټینګار وکړ.د ملي پراختیایي شرکت رييس د اوبو او انرژۍ وزارت رهبرۍ ته ډاډ ورکړ چې د دغه وزارت د لا زیاتو پروژو د تطبیق لپاره هوډمن او ژمن دی او په دې برخه کې لازم چمتووالی لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *