افغانستان

د ایران او افغانستان سوداګري؛له ایرانه تر یو میلیارد ډالرو زیات توکي راوارد شوي

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په تېر کال کې افغانستان ته د ایران د نفتو صادرات یو میلیارد او ۸۷۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي. د دغه هیواد د چارواکو په وینا دا رقم د وړم کال په پرتله ۱۳٫۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ او صنایعو چارو سلاکار حسین راستي .وویل، چې افغانستان ته د ایران د تېلو صادرات په ۱۴۰۲ کال کې یو میلیارد او ۸۷۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلي چې د همدې وخت په پرتله ۱۳،۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ سلاکار وویل، افغانستان ته د ایران د غیر تیلو صادراتو ارزښت د ۱۴۰۲ کال په وروستیو دولسو میاشتو کې ۲۲۴ میلیونه ډالره او وزن یې ۹۶۳ زره ټنه زیات شوی، چې د ایران د غیر نفتو صادراتو ټولیز ارزښت جوړوي. افغانستان په۱۴۰۲ کال کې۱،۸۷۱ ملیارد ډالرو ته رسیدلی او د وزن له پلوه۳۴۱۴ ټنو ته رسیدلی چې د تیر کال په پرتله په وزن کې۲۸٪ زیاتوالی راغلی.
د سوداګریزو هیتونو د شمېر زیاتول، د پولو په اوږدو کې د اسانتیاوو برابرول او په ګمرکونو کې د کاري ساعتونو غځول، په تهران کې د دواړو هېوادونو د ګډ اقتصادي کمېسیون د غونډې ترسره کېدل په کابل، هرات، تهران او مشهد کې د سوداګرۍ کنفرانسونه، په هرات کې د ایران د صادراتي ظرفیتونو د ځانګړي نندارتون جوړېدل، د څه باندې پنځوسو نندارتوني پلاوي تبادله او نور د دواړو هیوادونو پر سوداګریزې راکړې ورکړې اغېزمن لاملونه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *