دینې لیکنېلیکنې

د هدایت څراغونه

د کائناتو مالک د خپلو ټولو سیارو له منځه زموږ د ژوند پر سیاره له ټولو زیاته مهرباني کړې ده. زرګونه کاله وړاندې د زبور اسماني رڼا د دې خاورینې نړۍ په تورتم خوړلو زړونو کې د نامريي رڼا څرکونه وشیندل او داودي زمزمو یې پرېشانه ارواګانو ته د سکون نغمه ور پوه کړه.
لا څه وخت نه و تېر شوی،چې دا دایره لږ نوره هم پراخه شوه او د طور په لمنو کې یوه بل ځلانده لمر د خاورینې ځمکې له مخې د تیارو څادر ټول کړ او حضرت موسی د طور له لمنو د تورات له الهي وړانګو ډکې لپې راستون شو، داسې وړانګې چې بشریت ته لارښودې وې، خو په تاو یې د فرعون د غرور او جعلي خدایۍ څېرې بربنډې او د نېل په څپو کې لولپه شوې.
د کائناتو خالق غوښتل چې د معرفت دا لړۍ لا پراخه شي او انسانان د رڼا په یوه پراخه درشل کې خپل ځان ومومي، د همدې لپاره یې د بي بي مریم د زړه ټوټه په یوه ستر ویاړ ونازوله، د حضرت عیسي په نوراني سینه کې انجیل د اسماني رڼا جام چپه کړ او نړۍ ته یې جلا رنګ او نور ورکړ، خو د خالق د مهربانیو او مینې سمندر لا څپاند شو، غوښتل یې ټول تر یوه روښانه څادر لاندې راټول شي، ځکه یې بشریت ته د خپل وروستي استازي په ژبه د حرا له غاره د «اقراء» سپېڅلې او ارواپاله ناره اوچته کړه.
هو؛ د فرقان په تر ټولو ځلانده لمر یې د حق او باطل بریدونه تر ابده روښانه کړل، دا خاورینه کره لا ارزښتمنه شوه او زموږ پر سر یې د ویاړونو هغه امتي تاج را کېښود، چې تر موږ وړاندې ملتونو یې له ارمان سره له دې نړۍ مخه ښه کړې وه، خو اه او افسوس زموږ ناشکرو په غفلت او حالت چې لا هم د هدایت له دغه وروستي او نه مړه کېدونکي څراغه د شیطان خوا ته پټې سترګې روان یوو او د «اقراء» له هماغه زمزمو مو خپل تورتم وهلي زړونه ګوښه او خاموش ساتلي دي.

ګل رحمن رحماني

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *