دینې لیکنېلیکنې

خپله مبارزه څنګه مثمره کړو!

اسلامي شريعت د اسلامي دعوت لپاره ځانګړی روند او اسلوب لري، ممتاذ او ناب قواعد یې ورته ابداع او تکوین کړي دي دا اصل په پام کې نیول په کار دي،چې موږ د الله سبحانه وتعالی د دين او اسلامي نظام دعوتګران یو، زموږ دعوت به په حکمت او ښه پند سره وي ، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي : ژباړه : (خلکو ته ) د خپل رب لارې ته په حکمت او ښه پند بلنه ورکړه .
د حکمت د معنی په اړه علماؤ کرامو ډېر څه ليکلی،خو په لنډ ډول حکمت په عامه اصطلاح کې په خپل ځای د هر شی ايښودلو ته وايي ،مګر دلته د حکمت معنی د نورو سره په برخورد کې نرمي د نيکۍ طرف ته د تشويق لپاره او د بدۍ نه منع کول او د هغوی سره په ښه شان او په دليل بحث کول دي، لکه څنګه چې موږ ته الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي :
ژباړه : او د دوی سره په هغه توګه چې تر ټولو لارو ښه ده خبرې اترې وکړه ، د خپلې رأيې لپاره دليل راوړل (مجادله کول ) په يوه نيکه طريقه، نه داسې چې د جنجال او خشونت سبب وګرځي .
له بده مرغه موږ دغه اصل او جوهر له پامه غورځولی دی، وینو چې زموږ ملګري په ډېره تیزه او خشنه لهجه د سمون هڅه کوي، چې ښه نتایج هم پرې نه دي مرتب، داسې ډېر مبارزین شته چې په ډېرو وړو خبرو خلک له اسلام رخصتوي، نظام خو یې دی د ابا میراث؛
پوهېږو چې دښمن مو ډېر سپین سترګی او درواغجن دی، په دښمنۍ کې له حد څخه تجاوز کوي د خصم او مخالفت هېڅ اصل نه رعایت کوي، سره له دې هم مؤمنو داعیانو ته نه ښایي چې دښمن سره د هغوی په میتود مبارزه وکړي مؤمنانو ته الله عزوجل د هغوی په اذيت او آزار باندې دصبر کولو ویلي دي :
ژباړه : «او په هغه څه چې دوی وايي زغم وکړه او په ښه شان له دوی ځان لیرې وساته ».
هغه کسان چې الهي دين طرف ته بلنه کوي،خلک د نيکۍ طرف ته را بولي او له بدو کارونو یې منع کوي د ده دعوت، وعظ او نصيحت به هغه وخت ګټور وي چې په شرایطو برابر وي که په شرايطو ( د حکمت په طريقه ) برابر نه وي، نه يواځې دا چې په دعوت کې به يې اثر نه وي بلکې د اسلام او مسلمانانو لپاره به يوه صدمه شي .
د نبوت او خلفاء راشدينو په وخت کې چې اسلامي دعوت او جهاد په حکيمانه ( د اسلامي شريعت موافق ) توګه روان ؤ په ډېر لنډ وخت کې تقريباً ټولې نړۍ ته دين ورسېدو او اوس چې سلګونه کاله تېر شوي موږ مغلوب یو.
زموږ داعیان (مبارزین) ډېری یې د خپل اکاونټ او فالورز لپاره مبارزه کوي چې خبره یې وزن پیدا او ځان مطرح کړي،
دوی د الهي دين او شرعي نظام د دعوت پر ځای خپل ځان ته دعوت کوي ،يعنې د دې پر ځای چې خلک د الله تعالی دين ته دعوت کړي،خلک خپل ځان ته دعوتوي خلکو ته خپل قلم ورپېژني، نو په داسې لیکوال او قلموال به موږ څنګه لوړ شو.
تقوی چې د مبارز اصلي توخه ده ، هیره کړې یې ده، تقوی په لیکوالۍ کې د حق لیکل او او درواغو تهمت وغیره نه ځان ساتل دي.
کله چې په چا کې تقوی ځای ونيسي د هغه په زړه کې نورانيت پيداکېږي،د پوهې او ادراک قوه يې لوړېږي او الله تعالی د ده لپاره ټولې چارې آسانوي .
الله عزوجل فرمایي : د دعوت لپاره لومړی شرط تقوی ده د اسلامي نظام داعي به د يهودو دعلماؤ په څېر نه وي چې خلکو ته په نيکۍ امر کوي او له بدو کارو خلک منعه کوي خو خپله کوم عمل ورباندې نه کوي، او خلکو ته سپکې سپورې وایي فحش غږوي او ځان لیکوال او قلموال ګڼي؛
د داسې کس په اړه سخت وعيد دی
اسامه رضی الله عنه وايي: چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې اورېدلي چې ويې فرمايل :د قيامت په ورځ به يو کس راوستل شي او دوزخ ته واچول شي او په تيزۍ سره به يې کلمې د باندې تويې شي په خپلو کلمو به د خره د څپر په شان غوبل کوي . دوزخيان به د ده چاپير راټول شي ورته وايي به ای فلانيه ! په تا څه شوي آيا ته نه وي چې موږ ته به مو امربالمعروف او نهی عن المنکر کولو؟ وايي به هو تاسې ته به مې په نيکۍ امر کولو خو خپله به مې نه انجامول او تاسې ته به مې د منکر کار څخه منع کوله خو خپله به مې انجامول.
مبارزه وروره ځان په نورو خلکو لوی ګڼل نه دي پکار تواضع د الله جل جلا له د معرفت او خپل ځان پېژندلو ثمره ده،نو ځکه د اسلام لومړی خليفه ابوبکر صديق رضی الله عنه فرمائيلي : هېڅ مسلمان بايد خپل مسلمان ورور حقير او ذليل ونه ګڼي، ځکه د ټيټې مرتبې مسلمان هم د خدای جل جلاله په نزد لوی او محترم دی .
اسلامي دعوت کې د خلکو تحقيرول او بې عزته کول ځای نه لري.
د قهر او غوسې په وخت کې د نفس کنترولول، له عقل نه کار اخيستل او د عفوی او بخشش لاره غوره کول پکار دي .همدا د يوه دعوتګر لپاره اساسی شروط ګڼل کېږي، ځکه د دعوت ورکوونکي هدف د زړونو لاس ته راوړل وي او زړونه يوازې په نرمۍ او مهربانه وينا لاس ته راوړل کېږي .
علی رضی الله عنه زړه د يوه حيوان سره تشبه کړی چې يوازې په نرمۍ تابع او مانوس کېږي او بس .

محمد قاسم عزام

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *