دینې لیکنېلیکنې

د «لاحول ولاقوة الا بالله» حیرانوونکی اغېز!

مشهور صحابي «عوف بن مالک» (رضی الله عنه) رسول الله ﷺ ته وویل: د الله رسوله! زوی مې درسره جهاد ته تللی و، ټول غازیان بېرته ستانه شوي، خو زما زوی نه دی راغلی.
رسول الله ﷺ ورته کړه: کورته ولاړ ، ته او مېرمن دې د «لاحول ولاقوة الا بالله» ذکر پیل کړئ!
کورته په رسیدا، مېرمنې ورته وویل:
رسول الله ﷺ څه سپارښتنه درته وکړه؟
عوف بن مالک (رضی الله) د یادې وظیفې یادونه ورته وکړه، او بیا داوړو ددغه مقدس ذکر په ویلو پیل وکړ
تر دې چې شپه شوه، ناڅاپه چا دروازه وټکوله، عوف بن مالک (رضی الله عنه) ورغی دروازه یې خلاصه کړه، چې وی لیدل، زوی یې د پسونو د یوې رمې سره په دروازه کې ولاړ دی!
عوف بن مالک (رضی الله) په ډېرې هیښتیا ترې پوښتنه وکړه:
چېرته وې او دا رمه دې له کومه کړه؟!
زوی یې وویل:
زه کافرانو ونیولم، او بیا يې کلک په ځنځیرونو وتړلم، ما د ځان خلاصولو هڅه وکړه خو بریالی نه شوم، تر دې چې شپه شوه، بیا مې ناڅاپه داسې حس کړه، لکه د زنځیرونو کړۍ چې پخپله خلاصېږي، تر دې چې پښې او لاسونه مې خلاص شول او د مشرکینو دغه مالونه مې د غنیمت په ډول له ځان سره راوړل.
عوف بن مالک وویل: زموږ او د کافرانو تر منځ خو ډېر واټن دی، څنګه په یوه شپه کې دلته را ورسېدلې؟
زوی یې وویل: په الله قسم، چې کله مې پښې او لاسونه خلاص شول، داسې مې احساسوله، لکه پریښتو چې په خپلو وزرو پورته کړی او روان کړی یم.
عوف بن مالک غوښتل رسول الله ﷺ له یادې پېښې خبر کړي؛ خو مخکې له دې چې د دواړو جهانو سردار ﷺ ته یاد جریان ووایي: آنحضرت ﷺ وار له مخه ورته وویل:
عوفه! زیری مې در باندې، اللهﷻ ستاسې په حق کې دا ایتونه را نازل کړل، ژباړه : (( بیا کله چې د هغو د خپل عدت موده پای ته ورسېږي، نو هغوی په ښه توګه (پخپله نکاح کې) وساتئ يا په ښه توګه له هغو څخه جدا شئ او دوه داسې کسان شاهدان ونيسئ چې په تاسې کې د عدل خاوندان وي او (اې شاهدانو) شاهدي سمه صحيح د الله لپاره اداء کړئ. د دغو خبرو ( په نېکۍ سره د ساتنې) نصيحت هر هغه چاته کېږي چې پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان ولري. څوک چې د الله څخه په وېرېدو کار وکړي، الله به د هغه لپاره له ستونزو څخه د وتلو کومه لاره پيدا کړي.))
(( او هغه ته به له داسې لارې څخه روزي ورکړي،چې هغه لوري ته ګومان هم نه رسېږي. څوک چې پر الله توکل وکړي، د هغه لپاره الله کافي دی. الله د خپل کار پوره کوونکی دی. په یقيني توګه، الله د هر شي لپاره یوه اندازه ټاکلې ده.))
تفسیر ابن کثیر، سورت طلاق.

ژباړه: امان الدین قاسمي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *