دینې لیکنېلیکنې

د منځنۍ آسیا د اسلامي تمدن ځینې مشهورې سیمې او علماء!

د لیکنو په یاد تسلسل کې به د منځنۍ آسیا/ شرقي ترکستان او ماوراء النهر ځینو مشهورو تاریخي سیمو چې د اسلامي تمدن، تهذیب، ثقافت او کلتور له امله یې شهرت وموند، لنډ حالات، اوسنی موقعیت او په کې د تېرو شويو لویو او سترو علماؤ، چې د اسلامي تاریخ له جمهورو او منلو شويو علماوو څخه دي، لنډه یادونه وکړو.
منځنۍ آسیا د اوومې میلادي پېړۍ راهیسې له اسلامي تمدن سره تړاو لري، کله چې صحابه کرامو او بیا نورو عربو اتلانو د منځنۍ آسیا زیاتره سیمې فتحه کړې، خلک یې مسلمانان شول، نو یادو سیمو کې د علم، فلسفې، احادیثو، طب او نورو فنونو لوی لوی پوهان پیدا او نړۍ ته یې د خپلو استعدادونو او وړتیا له مخې ستر خدمتونه وړاندې کړل، چې نن یې هم موږ د احسان پوروړي یو. که څه هم د منځنۍ آسیا خلکو کوچیانی ژوند تېرولو، کله په یوه او کله په بله سیمه او اوسني وخت کې د موروثي تقسیم له امله یادې سیمې په یو او بل هېواد کې تقسیم شوې، چې پخوا یې ورته د ماراء النهر یا هم د نهر جیحون تر څنګ سیمې ویلې، لکه سمرقند، بخارا، ترمذ، نسا او ځینې نورې، چې نن سبا په ازبيکستان کې زیاتره موقعیت لري، په ترتیب سره د یوې یوې سیمې او په کې د تېرو شويو جمهورو او مشهورو علماؤ یادونه کوو ان شاءالله.
سمرقند:
سمرقند د اسلامي تمدن له ټوله لویه او مشهوره سیمه ده، یاده سیمه په اوسني ازبيکستان کې موقعیت لري، چې پخوا یې ورته د ماوراء النهر د سیمو پلازمېنه ویله، ځینې عربي مسافرو/ سیاحینو یاده سیمه د زرغون سیند پر غاړه د یو یاقوت په څیر یاده کړې ده، د سمرقند اصلي نوم په ځینو تاریخونو کې د «اسمارا» په نوم یاد شوی، چې د «تیږو قلعه» معنی ورکوي، تاریخ وایي چې یاد ښار د کیکاوس بن کیکباد جوړ کړی، ځینې بیا سکندر اعظم او زیات بیا وایي چې یاد ښار د شمر/ سمر ابو کرب له لوري جوړ شوی، چې نوم یې هم سمرقند کېښودل شو.
د سمرقند فتحه!
یاده سیمه په لومړي ځل د سعید بن عثمان رضي الله عنه په لاس د سولې او خبرو له لارې ۵۵ هجري- ۶۷۵میلادي کال کې فتحه کړه، په دویم ځل بیا د سالم بن زیاد په لاس ۶۱هـ مطابق ۶۸۱مـ کال کې له سخت مقاومت وروسته فتحه کړه، تر دې چې بیا د قتیبه بن مسلم له لوري سمرقند په ۹۲او ۹۳هـ کال فتحه او د نوموړي په لاس په کې د اسلام شغلې او رڼاوې خپرې شوې.
سمرقند د چین او مغرب ترمنځ د وریښمو لارې په درمیان کې پروت د اسلامي تمدن او کلتور تر څنګ د علم او تحقیق یو لوی مرکز پاتې شوی او همدا راز یاده سیمه د امیر تیمور پر وخت د نوموړي د دولت/ سلطنت پلازمېنه هم وه، نوموړي له ختیځ او لویدیځ نه د یادې سیمې د ښایسته جوړولو لپاره، د بېلابېلو فنونو ماهرین راوغوښتل، چې نن هم په کې په لسګونو تاریخي سیمې شتون لري، د امیرتیمور مزار چې مدرسه، جامع جومات او نورې ګڼې ښکلاوې لري، د بي بي خانم جومات او قصر یې، د امام بخاري مزار، الوغ بیګ مدرسه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره زوی قثم بن عباس مزار چې هلته شهید او ښخ شوی او د شاه زنده/ ژوندي پاچاه په نوم هم شهرت لري، قصر دلکشا، قصر بهشت/ روضة الجنة، قصر باغ جناران/ قصر الحور د مشهور فلکي مرزا الوغ بیګ قصر، مشهوره سیمه ریګستان چې له امیرتیمور نه پرته نورو فاتحینو هم په کې قیام ترسره کړی او داسې نور تاریخي ځایونه پکې شتون لري.
جمهور او لوی علماء!
په سمرقند کې چې د اسلامي تحقیق او علم یو ستر مرکز و، سلګونه لوی لوی علماء تېر شوي، چې د یو څو جمهورو او مشهورو علماؤ یادونه یې دلته کوو.
۱- مشهور حنفي فقیه او متکلم عالم محمد بن محمود الماتریدي چې په ابو منصور ماتریدي سمرقندي سره شهرت لري، د سمرقند د اړوند سیمې ماترید څخه و او په کال ۳۳۳هـ کې وفات شو، د نوموړي زیات شمېر تصانیف موجود دي چې مشهور یې الاحکام السلطانیة، تفسیرالماتریدي، الرد علی القرامطه، التوحید او همدا راز د الفقه الاکبر د ابو حنیفه رح شرح ده.
۲- مشهور مفسر ابو لیث سمرقندي هم د یادې سیمې له جمهورو علماؤ څخه دی، خپل نوم یې نصر بن محمد بن ابراهیم السمرقندي دی، چې په کال ۳۷۵هـ کې وفات شوی، مشهور تصنیفات یې تنبیه الغافلین، کتاب الفتاوی، بستان العارفین او مشهور تفسیر بحرالعلوم.
۳- د شپږمې صدۍ مشهور فقیه ابوبکر علاءالدین محمد بن احمد بن ابي احمد السمرقندي رح مشهور حنفي فقیه او اصولي عالم چې د تحفة الفقهاء په نوم کتاب یې له ټولو مشهور دی، په کال ۵۳۹هـ کې وفات شو.
۴- أبو القاسم سماعيل بن أحمد بن عمر بن أبي الأشعث السمرقندي، مشهور محدق عالم و، چې دوه کتابه المجلس من امالي ابي القاسم السمرقندي او ما قرب سنده من حدیث ابي القاسم یې مشهور دي، په کال ۵۳۶هـ کې وفات شو.
۵- د پينځمې صدۍ مشهور محدث او امام ابوصالح محمد بن عدي بن الفضل السمرقندي چې ۴۴۴هـ کال کې وفات شوی. او داسې نور..
نوربیا..

لومړۍ برخه – م حمادشیرزاد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *