سرمقالې

د بهرنیو بې پیلوټه الوتکو د مخنیوي لپاره څه کول په کار دي؟

افغانانو د قادر خدای جل جلا له په مرسته له خپلې خاورې دښمن شړلی او دا وخت بشپړې خپلواکۍ سره د خپلې خوښې اسلامي نظام او ملي حاکمیت نه برخمن دی خو څرنګه چې اوسنۍ زمانه د ساینس او تخنیک زمانه ده او زموږ د چم ګاونډ په شمول ټول هېوادونه داسې وسایل لري چې له خورا لیرې سیمو زموږ کورونه هم په توغندیو ویشتلی او هم مو له خپلې بې پیلوټه او هر ډول الوتکو پرمټ بمبارو لی شي. همدا وجه ده چې د امریکایانو له وتلو وروسته هم پرلپسې زموږ پر فضا پردۍ الوتکې چورلي او د خپلې خوښې پر هدفونو ګوزارونه هم کوي. دا لړۍ همداسې روانه او موږ یې پر وړاندې هیڅ نه شو کولی. البته دا راته معلومه شوې چې یادې الوتکې د پاکستان له خوا زموږ فضا ته داخلیږي ځکه خو موږ ته بې توپیره ده چې د پاکستان دي او که د هر بل هېواد. که د هر چا وي معنا د پاکستان وي، که د پاکستان له کومې کرایي اډې را لوځي او که له بل لوري د پاکستان له فضا عبوري را تیریږي، په هر صورت افغان ولس له دغې تېریو سره خورا شدید حساسیت لري او دا چاره په هیڅ شکل ورته د زغملو نه ده- ځکه خو اوس هر عادي افغان هم شپه ورځ په دې سوچ کې دی چې د یاد فضايي تیري پر وړاندې څه وکړي؟ څوک وايي که په هره بیه کیږي موږ باید هغه وسایل تر لاسه کړو چې یادې الوتکې پرې ویشتلی او خپله فضا خوندي کولی شو. دا زموږ خپل قانوني حق او تر ټولو غوره لار ده خو باید پام مو وي چې زموږ غوندې بې وزله ملت لپاره د خپلې فضا خوندي کول تقریباً ناشونې چاره ده. ځکه ډېر پر مختللي هېوادونه لا نه شي کولی له پردیو ګوزارونو ځان وساتي. بله لار بیا له پاکستان سره حساب کول دي او هغه هم پردوو شکلونو امکان لري: لومړی دا چې له ډیورنډه ورپورې پاکستاني عسکري اډوباندې یرغل وشي خو د دې جګړې پایلې هم چندان مثبتې نه ښکاري. بله لار داده چې د پاکستان عام ولس سره په اړیکه کې شو- ځکه ښکاره ده چې د پاکستان اکثریت عوام ښه مسلمان خلک دي، دا بېله خبره ده چې پوځ یې یو مخ غلام او کرايي دی. مطلب دا اوس چې د افغانستان په اړه څه کیږي، په یقیني توګه یې عام ولس پرې ناخوښه دی. یعنی دا چارې یوازې د پرنګي په فرمایش ترسره کیږي تردې چې زیاتره سیاستوال یې هم مخالف دي. بناء پاکستاني عوامو سره زموږ اړیکه او د همدوی له لارې پر یاد پوځ فشار اچول او موږ سره یې اسلامي اخوت ته رابلل زموږ لپاره تر ټولو اسانه او بې ضرره لار ده. تردې چې موږ کولی شو د هغوی د ديني علماؤ، اسلامپالو شخصیتونو ډلو او په تېره د پښتونخوا او بلوچستان د ټولو مخورو اشخاصو په واسطه د پاکستان حکومت او پوځ پردې قانع کړو چې افغانستان سره د ورور ګلوۍ اړیکې ولري او د پردیو له مزدوري تېر شي. خو د دغو اړیکو جوړول هم پوره عقل، حکمت او فراست غواړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *