ادبلیکنې

فرهنګي مبارزه کې د تقدس سرچینې

ادب او فرهنګ یوازې په ازاد او ارام چاپېریال کې نه رامنځته کېږي، فرهنګي تجربو ثابته کړې ده چې فرهنګي پېښې او جریانونه په ناورینونو او نازکو حالاتو کې لا ښه وده کوي، دا ځکه چې سوژې زېږوي او فرهنګیانو ته د خپل پیغام د رسولو او فرهنګي رسالت د تر سره کولو غوره فرصتونه ایجادوي. په ادبیاتو کې یو صنف د حبسیه ادبیاتو په نامه یادېږي چې شاعرانو یې په حبس او زندانونو کې پنځولي او خپل غږ یې د ظلم او زیاتي پر وړاندې د زندان له پنجرو هم اوچت کړی، دا غږ تلپاتې شوی او د یوه لارښوود په توګه یې نورو ته د غوره ازاد ژوند کولو روحیه ورکړې ده. دلته د فرهنګي او قلمي مبارزې په برخه کې
-د فرهنګي مبارزې عقیدوي او ایماني اړخ
افغانستان یو اسلامي هېواد دی او له اسلامي شریعت پرته بله هره نسخه په کې ناکامه شوې او پایله یې نه ده تر لاسه کړې. ځکه خو اسلامي شعایر، اصول او عقیده زموږ د فرهنګي مبارزې روح جوړوي. همدا عقیدوي او ایماني اړخ ددې سبب ګرځي چې فرهنګي مبارزه د یوه ځواکمن قوت په څېر د اسلامي مبارزې ملاتړ وکړي او د یوه کل په توګه ټول هغه اړخونه په بر کې ونیسي چې د فکري او فرهنګي مبارزې پر مهال ورته دښمن د تشیال په سترګه ګوري.
-ژمن او په مبارزه باورمن مشران
د وضعي نظامونو ګڼ مشران اصول او کړنلارې یوازې د نورو یا خپل واک د دوام لپاره وضعه کوي، کله چې یو فرهنګي مبارز، شاعر او لیکوال په دې باوري شي چې مشر یې په همغه فرهنګي غولي ورسره دی چې دی ورباندې درېدلی، دا د مبارزې د قوت ټکی ګرځي. زموږ اکثره مشران عالمان، د فصاحت او بلاغت استادان او په ټوله کې په فرهنګ او فرهنګي مبارزه باورمن شخصیتونه وو او دي، ځکه خو دا ټکی د فرهنګي مبارزې د بري په راز بدل شوی و.
-روښانه فرهنګي تګلاره
بې اصولو او کړنلارې هېڅ کار د بري تر منزله نه رسېږي، په همدې سبب باندې رڼه فرهنګي کړنلاره چې د امر او مامور، شاعر او لیکوال، فرهنګي دریځ او وینا تګلوری په کې څرګند کوي، ددې سبب ګرځي چې فرهنګیانو ته د لارې نقشه ورکړي او ددغه پالیسي په سبب هم خپل هویت خوندي کړي او هم د دښمن ځواب وویلی شي.
-د تورې او قلم توازن او پخلاینه
که څه هم قلم په هر مهال خپل ځای لري، انسان ته د خدای تعالی مقدسه ورکړه ده، د علم، عرفات او معرفت په خپراوي کې د جلا او تلپاتې نقش لرونکی دی، خو کله کله قلم په یوازې ځان مطلوبې پایلې په لاس نه شي راکولی، څنګه چې د اوسنۍ نړۍ د یرغلګرو هېوادونو دویم ځواب زور او وسله وي، دا به مناسبه نه وي چې اسلامي هېوادونه یوازې په قلم تکیه ورکړي، ځکه چې توره زموږ د عظمت د پخواني پرتم نښه ده او باید له قلم سره ملګرې وي.
-د فرهنګي مبارزې ملي او ولسي رېښې
زموږ ولس مسلمان دی، اسلام زموږ په روح او روان کې رېښې لري، زموږ ټول تېر انقلابونه اسلامي شعایرو او ارزښتونو ته د سپکاوي په سبب رامنځته شوي یا په بله اصطلاح له اسلام څخه په دفاع کې شوي دي، ځکه خو اسلام او ارزښتونه یې زموږ د ژوند اساس دی. په فرهنګي مبارزه کې د ولس یا ملت هیلې او ارمانونه انعکاس مومي، د هغوی د اوښکو او ژړاګانو تصویر وړاندې کوي، ځکه خو اړینه ده چې فرهنګي مبارزه تحمیلي نه، بلکې د ولس له هیلو او ارمانونو څخه را پورته شوې وي. دلته د کور، کالي او ډوډۍ شعارونه ځکه ناکام شول چې د ولس له هیلو نه یې تحمیلي استفاده کړې وه.
-د فرهنګي کار مثبتې اغېزې
په تېرو لسیزو کې د فرهنګي او قلمي مبارزې په ځانګړي ډول د شعر او نثر اغېزې څرګندې وې، هم د روس پر وړاندې د جهاد او هم د امریکا او ناټو پر وړاندې د سپېڅلې مبارزې یو مهم سنګ فرهنګي کار او نشرات وو. زما یادېږي چې یوې کونډې، بورې او بې وروره شوې مور تسل به د مشرانو په ډاډ، مرستو او پیغامونو دومره نه کېده، څومره به چې د هغوی یو شهید په ترانه او هنر کې وستایل شو، تسل به یې ورکړ او معنوي ارامي به ور په برخه شوه؛ نو فرهنګي مبارزه هغه مهال کامیابه وي چې مثبتې اغېزې یې څرګنده وي، له همدې څخه فرهنګي مبارز روحیه اخلي او کار ته هڅول کېږي.
-د فرهنګي موادو د خپراوي ژبه او مواد
که چېرته د تېرو دوو لسیزو په جریان کې د اسلامي امارت فرهنګي موادو او خپرونو ته پام وکړو، په دواړو رسمي ژبو یې تر ولس او په انګلیسي او عربي ژبه تر نړیوالو رسولي دي، د فرهنګي مبارزې د موادو د خپراوي لپاره د ډله ییزې ابلاغ وسایل او مواد خورا اړین دي، ځکه چې دا فرهنګي پانګه باید تر نورو و رسول شي او د یوه ګډ فرهنګي میراث په توګه راتلونکي ته پاتې شي. ټلویزیون، چاپي، برېښنايي رسنۍ او محلي تبلیغاتي مواد، په ځانګړي ډول مسجد، ممبر او دېره ددې موادو د رسولو غوره ځایونه دي چې د فرهنګي مبارې د بري او اغېز سبب ګرځي. زموږ ټولنه چې اکثره یې نالوستي دي، غږیز، ویډیويي او تصویري مواد د فرهنګي مبارزې جذب په کې پیاوړی کوي.
-د دښمن فرهنګي کمزورۍ او انحرافات
فرهنګي مبارزه او مبارزین چې څومره په خپل ذات کې د اسلامي مبارزې په سر کې راځي، همداسې د دښمن لپاره هم ارزښت لري او د اوسنۍ نړۍ د سړو او فکري جګړو یوه مهمه وسله فرهنګي او فکري تبلیغاتي وسایل دي، له سپېڅلو ارزښتونو او شعارونو ناوړه استفاده کوي، ځکه خو فرهنګي مبارزه کې باید د دښمن فرهنګي کمزورۍ او انحرافات درک شي او بېرته د هغوی پر وړاندې د هغوی د کمزورۍ، خو د ولس لپاره د تصحیح او فکري خوندیتوب لپاره وکارول شي.
-د قربانۍ او شهادت اوچته روحیه
شهادت او قرباني هغه وخت رامنځته کېږي چې په خپل ارمان او هدف یو څوک له زړه نه مین شي، دا مینه په حقیقت او رښتینولۍ او تقدس باندې ده، هر وخت چې یو فرهنګي مبارز په دې باور وي چې قلم د شهرت تر څنګ د دار، زندان او شهادت زېری هم راوړلی شي؛ نو مبارزه د فرهنګي پړاو د بریالیتوب پړاو ته رسېږي او دا د خوښۍ او سرور داسې کیفیت دی چې اتوم او زبرځواکونه یې بدیل نه شي وړاندې کولی.
-د هغوی د ارمانونو پالنه او تلپاتې یاد
که څه هم شهیدان ابدي ژوندي دي، دوی الله تعالی ته خپل امتحان په بریالیتوب سره ورکړی دی، زموږ یادون او ستاینه یې اړتیا نه ده، خو پر وړاندې یې زموږ فرهنګي رسالت دا دی چې د ارمانونو پالنه او درناوی یې وشي، د یوه شهید فرهنګي مبارز او ادیب د یاد او ارمان ساتل په حقیقت کې راتلونکو نسلونو ته د هغوی پیغام رسول دي. دا چې نن موږ او تاسې را ټول شوي یوو او هغوی لمانځو په حقیقت کې د دوی د قربانۍ پر معنوي ارزښت خبرې کوو او ځان د همدې زنځير د یوې کړۍ په توګه راتلونکي نسل ته د پیغام رسونکي په توګه ثابته وي. موږ د شهیدو ادیبانو د ستاینې له لارې په حقیقت کې هغه فرهنګي پانګه او میراث خوندي کوو چې تر بل هر میراث ګران بیه او ارزښتمنه ده. د ټولو شهیدو او زندان خوړلیو ادیبانو اروا دې ښاره او لاره یې دې تلپاتې او روښانه
وي.

ګل رحمن رحماني

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *