دینې لیکنېلیکنې

د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم سپېڅلی ژوند د لات طاغوت نړول

بيا کله مې چې په رسول الله صلی الله عليه وسلم سلام واچولو، ما ته يې وويل او مخ يې له خوښۍ برېښېده: «ابشر بخير يوم عليک منذ ولدتک امک». ژباړه:

لیکنه: محمد شلبي / ژباړه: محمد علي عظمت / ۷۶مه وروستۍ برخه

 بيا کله مې چې په رسول الله صلی الله عليه وسلم سلام واچولو، ما ته يې وويل او مخ يې له خوښۍ برېښېده: «ابشر بخير يوم عليک منذ ولدتک امک». ژباړه:

ما وويل: يا رسول الله! دا ستا له خوا و يا د الله جل جلاله له لوري؟

ويې ويل: «بلکې د الله جل جلاله له خوا و».

او رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله خوشحاله شو، مخ مبارک به يې د سپوږمۍ د يوې ټوټې غوندې و. او مونږ به له دې نه په دې پوهېدو.

   بيا کله چې دده په مخکې کېناستلم، و مې ويل: يا رسول الله! الله جل جلاله زما توبه قبوله کړه، نو زه هم غواړم چې له خپل ماله صدقه وباسم.

   رسول الله صلی الله عليه وسلم را ته وويل: «ځينې مال دې له ځان سره وساته، دا ستا لپاره غوره دی».

   ما وويل: زه د خپلې هغې برخې ساتونکی يم، چې په خيبر کې دی.

   او ما وويل: يا رسول الله! بېشکه الله جل جلاله زه په رښتيا ويلو وژغورلم. اوالله جل جلاله ته زما توبه ده، چې تر څو زه ژوندی يم، له رښتيا پرته به بله خبره نه کوم… په الله جل جلاله قسم، زه له خلکو هيڅوک نه پېژنم، چې الله جل جلاله په رښتيا ويلو څوک ازمويلي وي، له دې کبله نه چې زه الله جل جلاله په دې وازمايلم. په الله جل جلاله قسم، چې دا خبره مې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم ته کړې، له هغه وروسته مې هيڅکله دروغ نه دي ويلي او له الله جل جلاله نه دا هيله لرم، چې په پاتې عمر کې دروغ و نه وايم.

وايي: الله جل جلاله دا اياتونه نازل کړل: ژباړه: «حقيقت دا دی، چې الله جل جلاله د رحمت نظر کړی په نبي صلی الله عليه وسلم او په هغو مهاجرينو او انصارو باندې، چې هغوی په ستونزمن وخت کې يې د هغه ملګرتيا وکړه، نژدې و چې په هغوی کې د يوې ډلې زړونه کاږه شي، بيا الله جل جلاله د هغوی حالت ته پاملرنه وکړه. بېشکه هغه پر دوی ډېر نرمي کوونکی، خورا مهربان دی. اوالله جل جلاله  په هغو دريو باندې هم (مهرباني کړې ده) چې د هغو فيصله ځنډول شوې وه، تر دې چې زمکه له پراختيا سره سره پر دوی تنګه شوه او د هغوی ژوند هم پرې تنګ شو او په دې باوري شول، چې د الله جل جلاله (له نيولو) نه د هغه پناه ځای ته له پناه ور وړلو پرته د خلاصون ځای نشته، بيا الله جل جلاله پر دوی رحم وکړ، چې په راتلونکي کې هغه ته رجوع وکړي. يقيناً هماغه الله جل جلاله ډېر بښونکی، خورا مهربان دی.» د (توبه سوره 117-118) آيتونه.

کعب رضی الله عنه وايي: په الله جل جلاله قسم، چې الله له دې ستر انعام پر ما نه دی کړی، خو دا چې اسلام ته يې زما لارښوونه وکړه،

ثقيف په اسلام کې داخليږي

ثقيف په خپل منځ کې مشوره وکړه او دا يې غوټه کړه، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يو شپږ کسيز پلاوی وليږي.

نو بيا کله چې مدينې منورې ته نژدې شول، ابوبکر صديق رضی الله عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغی او د هغوی د راتلو خبر يې ورکړ.

او کله چې هغوی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغلل. او خالد بن سعيد بن عاص د دوی او رسول الله صلی الله عليه وسلم تر منځ تلو راتلو، څو له دوی سره تړون وشو او هغه خالد رضی الله عنه وليکه.

او هغوی له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دا غوښتنه وکړه، چې دوی ته طاغوت (لات) پريږدي او تر دريو کلونو پورې هغه و نه نړوي. رسول الله صلی الله عليه وسلم د دوی له غوښتنې انکار وکړ، خو دا چې ابوسفيان بن حرب او مغيره بن شعبه رضی الله عنهما به ورسره استوي، څو هغه (لات) ونړوي.

او دوی د خپل طاغوت (لات) له پرېښودو سره بله دا غوښتنه وکړه، چې له لمانځه څخه يې معاف کړي او د دوی په لاسونو د دوی د بُتانو له ماتولو ور تېر شي، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: «ستاسو په لاسونو د بُتانو له ماتولو به مو معاف کړو، خو هر څه چې د لمانځه خبره ده، نو په هغه دين کې هيڅ خير ښېګڼه نشته، چې په هغه کې لمونځ نه وي».

بيا هغوی وويل: اې محمد صلی الله عليه وسلم نو دا به درسره ومنو، که څه هم دا يو ستر د ناءت، پستي او ټيټيال دی!

کله چې هغوی اسلام راوړ او تړون يې ورته وليکه، نو عثمان بن عاص رضی الله عنه يې پرې امير وکړ، ځکه هغه له دوی ټولو څخه کشر، د دين په پوهه او د قرآن په زده کړه کې ډېر حرصناک و.

د لات طاغوت نړول

هر کله چې دوی له خپل کار څخه وزګار شول او خپلو ټاټوبيو ته يې مخه کړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم له هغو سره ابوسفيان بن حرب او مغيره بن شعبه رضی الله عنهما واستول، څو د دوی طاغوت (لات) ونړوي.

نوهغه دواړه هم له هغو سره وروان شول، څو طائِف ته ورسېدل، مغيره بن شعبه رضی الله عنه اراده وکړه، چې ابوسفيان رضی الله عنه وړاندې (ورمخکې) کړي، خو ابوسفيان د هغه له دې خبرې څخه انکار وکړ او ورته ويې ويل: ته پخپله خپل قوم ته ورننوزه (ورشه) او ابوسفيان هلته ايسار شو.

هر کله چې مغيره ورغی، مېتی (کولنګ) يې پورته کړه، څو هغه (لات) پرې ووهي، د ثقيف ښځينه لوڅ مخونه له کورونو څخه راووتلې او پرهغه (خوارکي) يې ژړل.

او کله چې مغيره رضی الله عنه پر هغه ګوزار کولو، نو ابوسفيان رضی الله عنه وويل: واه، آه … زما خبره واوره، لاړې کمزوری شوې، وغورځېدې!

د ثقيف اسلام راوړ او د لات نړول د هجرت په نهم کال د رمضان په مياشت کې و.

ابوبکر صديق رضی الله عنه په مسلمانانو حج کوي!

بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم د رمضان پاتې شپې، شوال او ذوالقعده په مدينه منوره کې دمه شو.

وروسته يې ابوبکر صديق رضی الله عنه په نهم کال د حج امير وټاکه او ويې لېږه، څو پر مسلمانانو حج اداء کړي. نو له ابوبکر صديق رضی الله عنه سره مسلمانان ووتل، روان شول.

رسول الله صلی الله عليه وسلم چې له کومو مشرکانو سره تړون درلود، هغه د ماتولو په اړه د براءت سورت نازل شو. هغه دا، چې څوک حج ته راغلی، هغه به نه ايسارول کيږي او په محرمو مياشتو کې به څوک نه ډارول کيږي. او دا د ده او مشرکانو ترمنځ عام تړون و. او د دې په منځ کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم او او د عربو قبايلو ترمنځ تړونونه وو، تر خپلو نېټو پورې.

نو په دې اړه او د هغو منافقانو په هکله، چې له تبوک څخه پاتې شوي وو او د ځينو نورو د ويناو په رابطه د (توبې) سورت نازل شو.

بيا الله جل جلاله د هغو قومونو هغه پټ رازونه څرګند کړل، چې دوی پټول، ځينې له هغو څخه ونومول او يو شمېر يې را ته و نه نومول.

او کله چې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې د براءت سورت نازل شو او ده ابوبکر صديق رضی الله عنه مخکې استولی و، څو پر مسلمانانو حج اداء کړي، هغه (رسول الله صلی الله عليه وسلم) ته وويل شو: که دا دې ابوبکر صديق ته استولی وای، غوره و يا رسول الله؟

نو هغه وويل: «له ما څخه زما له کورنۍ پرته بل هيڅوک دا امانت نشي اداء کولی».

بيا يې علي رضی الله عنه را وغوښت، نو هغه ته يې وويل: (ځه لاړ شه، دا کيسه واخله، د براءت سورت له پېله يې شروع کړه، کله چې د نحر په ورځ په منی کې خلک راغونډ شي، دا اعلان ورته وکړه: چې کافر به جنت ته نه ننوزي او له سږکال وروسته به مشرک حج ته نه راځي، بربنډ به د بيت الله طواف نه کوي او څوک چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره تړون لري، هغه به تر خپلې نېټې پورې وي.

نو علي کرمه الله وجهه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په سپينه اوښه سپور روان شو، په لاره کې په ابوبکر صديق رضی الله عنه پسې ور ورسېده.

کله ابوبکر رضی الله عنه هغه په لاره کې وليده، ويې ويل: امير يې، که مأمور؟

هغه وويل: بلکې مأمور يم.

بيا هغوی دواړه روان شول. نو ابوبکر رضی الله عنه پر خلکو حج اداء کړ او عرب په دې کال دا مهال په خپلو کورونو کې وو، څنګه به چې د جاهليت په زمانه کې وو.

تر دې، چې د نحر ورځ راورسېده، علي بن ابوطالب رضی الله عنه پورته شو او د خلکو ترمنځ هغه اعلان وکړ، د کوم امر چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته کړی و، نو ويې ويل: اې خلکو! کافر جنت ته نشي داخلېدای، له سږکال وروسته مشرک حج نشي اداءکولی، لوڅ بربنډ څوک د بيت الله طواف نشي کولی او څوک چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره تړون لري، هغه تر خپلې نېټې پورې دی. او د نورو خلکوته له اعلان کولو څخه تر څلورو مياشتو پورې دی ميعاد دی، څو هر قوم خپل ټاټوبي او يا ښار ته ورسيږي، بيا د مشرک لپاره کومه ژمنه او ذمه نشته، خو يوازې هغه څوک، چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره تړون لري، هغه هم تر خپلې نېټې پورې!

بيا له دې کال وروسته مشرک حج اداء نه کړ او نه کوم بربنډ د بيت الله طواف وکړ.

بيا وروسته دواړه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغلل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *