افغانستان

د ریاست الوزراء کفیل: د ملت او امارت ترمنځ باید واټن نه وي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر پرون د ننګرهار د شینوارو له يو شمېر قومي مخورو او استازو سره په کتنه کې وویل، د ملت او اسلامي امارت ترمنځ باید واټن نه وي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې راغلو مشرانو د سیاسي معاونیت زيار او هڅو ته په اشارې وويل، چې تل یې د ولسونو غږ اورېدلی او خلکو په ډاډه د خپل زړه درد ورسره شريک کړی دی.
دوی د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ولسونو د روغتیايي ستونزو د حل په موخه د ولسوالۍ په کچه د يو روغتون جوړېدو او نورو پراختیايي چارو ترسره کولو غوښتنه وکړه.
ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل یادو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د ټولو دولتي ادارو دروازې د ولس پر مخ پرانيستې او ټول مسوولين د ولس د خدمت لپاره ګمارل شوي دي.
مولوي عبدالکبیر زياته کړه، د ملت او اسلامي امارت ترمنځ باید واټن نه وي، ترڅو خلک هر وخت خپلې ستونزې شريکې کړای شي.
هغه وویل، د شینوارو ولسونو د روغتیايي ستونزو د حل لپاره به اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *