افغانستانروغتیا

د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي مرکز جوړېږي

د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه د ۴۲۹ میلیونو افغانیو په لګښت د کابل د طبي علومو پوهنتون د علي آباد په تدریسي روغتون کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې د ۲۵۰ بستریز مرکز د رغولو چارې پیل شوې.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضياءالله هاشمي وايي چې د دغه تشخیص او درملنې مرکز د جوړولو او بیارغونې پروژه په ۲۰۰۷ کال کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې په مالي مرسته پیل شوې وه، خو د ستونزو او د بودیجې د نشتوالي له امله د دغه مرکز کار په ټپه ودرېد.
هاشمي زیاته کړه چې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز په هېواد کې یوازینی د تشخیص او درملنې مرکز دی، چې له هېواده بهر د زرګونو سرطاني ناروغانو د تګ مخه نیسي.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د علي اباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغيو په داخله څانګه کې ۱۴ متخصصين شتون لري، چې ځوانو ډاکټرانو د تدریس ترڅنګ د سرطان ناروغانو ته هم روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *