ټولنه اوکلتورلیکنې

د شرعي حدودو ارزښت

کوم شرعي حدود چي الله تعالی د مجرمينو لپاره ايښي دي په هغو کي ډېر حکمتونه او ګټي نغښتل سويدي، دا معلومه خبره ده چي انسان بايد په مځکه کي عدل قائم او ظلم ختم کړي چي ددې لپاره کار تر ټولو مهمه نسخه د اسلامي حاکميت وروسته د حدود جاري کول دي او د مځکي آبادي هغه وخت پوره ممکنه وي چي د جرمونو د مخنيوي په موخه شرعي حدود عملي سي.

مولوي نورالحق مظهري

کوم شرعي حدود چي الله تعالی د مجرمينو لپاره ايښي دي په هغو کي ډېر حکمتونه او ګټي نغښتل سويدي، دا معلومه خبره ده چي انسان بايد په مځکه کي عدل قائم او ظلم ختم کړي چي ددې لپاره کار تر ټولو مهمه نسخه د اسلامي حاکميت وروسته د حدود جاري کول دي او د مځکي آبادي هغه وخت پوره ممکنه وي چي د جرمونو د مخنيوي په موخه شرعي حدود عملي سي.

ددې تر څنګ چي د شرعي حدودو اجراء الهي امر دی په فردي او ټولنيز ژوند کي ډېري ګټي او فايدې لري:

۱ – د شرعي حدودو په جاري کولو سره د مځکي له مخه په هره برخه کي فساد ورک کيږي ځکه د قصاص له ويري انسان وژنه بنديړي، د لاس پرې کولو له ويري غلا ورکه کيږي، د رجم او درو وهلو له ويري ټول اخلاقي فسادونه لکه زنا او لواطت ختميږي، د شرابو څښلو د حد په جاري کولو سره خلګ د شرابو د څښلو څخه لاس اخلي چي په نتيجه کي د ډېرو جرمونو مخه نيول کيږي، د قذف د حد په جاري کولو سره د مسلمانانو په مينځ کي د اتهام او تهمت دروازه تړل کيږي چي په نتيجه کي ټولنه د لانجو او اختلافاتو څخه خوندي کيږي؛ الله جل جلاله فرمايي: ژباړه: په قصاص کي ستاسو لپاره ژوند دی ای د عقلونو خاوندانو ددې لپاره چي تاسي ځانونه وساتی. [ البقرة ۱۷۹]

۲ – د شرعي حدودو په جاري کولو سره د ظلم او تيري مخه نيول کيږي ځکه هيڅوک بيا د مسلمان پر ځان، مال او ناموس باندي د تيري جرئت نسي کولای او ټول ظالمان د ځان د مجازات له ويري د ظلم څخه لاس اخلي چي د سوره بقره د ۱۷۹ آيت د آخر څخه همداسي ښکاري چي: د قصاص په عملي کولو سره به تاسي د بل چا د وژلو څخه ځانونه وساتی.

۳ – پدې خاطر چي د حدودو جاري کول عدالت تحکيموي ځکه نو د حدودو جاري کول د رحمتونو او برکتونو د نزول سبب جوړيږي د يهودو او نصارا وو په باره کي الله تعالی فرمايي: ژباړه: که دوی تورات او انجيل او هغه څه چي دوی ته د رب له لوري راغلي دي عملي کړي وای نو دوی به د خپل له پاسه نه( د آسمان لخوا) او د خپلو پښو لاندي (د مځکي څخه) خوراک کړی وای. يعني دوی ته به له هري خوا څخه برکتونه ورکول سوي وای. [امائده ۶۶]

په حديث شريف کي راځي: عَنِ ابْنِ عُمَرَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ قَالَ: إِقَامَةُ حَدٍّ مِنْ حُدُودِ اللهِ، خَيْرٌ مِنْ مَطَرِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً فِي بِلاَدِ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ.[سنن ابن ماجة۲۵۳۷]ژباړه: د عبدالله ابن عمر رضي الله عنه څخه روايت چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د الله تعالی د حدودو څخه د يوه حد جاري کول د الله تعالی په ښارونو کي د څلويښتو شپو تر باران بهتره دی.

پدې خاطر چي حدود ډېر مهم دي په حديث کي راځي:

قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ: أَقِيمُوا حُدُودَ اللهِ فِي الْقَرِيبِ وَالْبَعِيدِ، وَلاَ تَأْخُذْكُمْ فِي اللهِ لَوْمَةُ لاَئِمٍ.[سنن ابن ماجة۲۵۴۰]ژباړه: رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: د الله حدود په نژدې او ليري کي جاري کړئ او د الله په باره کي دي د هيڅ ملامت کوونکي ملامتيا تاسي نه نيسي.

نو د شرعي حدودو جاري کول د انساني ټولني اړتيا ده، که شرعي حدود جاري نسي ددې تر څنګ چي مځکه به له فساده ډکه سي بلکي د انسانانو شخصي او اجتماعي ژوند به د ډېرو سختو ننګونو سره مخ سي او په هره برخه کي به نظم له مينځ ولاړ سي.

موږ بايد پدې ډېر خوشحال وسو چي اسلامي نظام راغلی او د شرعي حدودو قائمول پيل سويدي ځکه د شرعي حدودو په جاري کولو کي زموږ خپله ګټه ده له همدې امله بايد موږ د اسلامي نظام سره د شرعي حدودو په جاري کولو کي مرسته وکړو او نه تنها دا چي د کفارو او پرديو پر تبليغاتو غوږ ونه نيسو بلکي د هغوی په وړاندي د خپل اسلامي نظام څخه هراړخيزه دفاع وکړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *