تاریخ او جغرافیه

د شهامت مجلې مسؤل ( ملا امیرخان متقي)

۱۳۹۱هجري شمسي کال
دنظامي جګړې په څېرد تبلیغاتي جګړې ډګر هم خورا تود و، زه دفراه ولایت لپاره دفرهنګي کمېسیون نماینده ( دمطبوعاتو ولایتي مسؤل وم) څلور پنځه تلیفونونه به مې په جیب کې سره ګرځول، دګرېوان ټنۍ مې دیتیم دګرېوان په شان دتلیفونانو د وزن اوحجم لامله پرانیستې پاتې وي.
هره ورځ به مو زرګونه خبریزپیغامونه ، دافغان بیسم، اتصالات ، روشن او اریبا شبکو له لارې مختلفو خلکو ته لېږل، چې په کې دکابل ادارې له والیانو، پارلمان له غړو اونورو لوړ رتبه چارواکو واخله بیا تر عامو مجاهدینو ،محصلینو اونور بېلابېل خلک په کې شامل و.
دې پیغامونو په دښمن خورا ستر اغېزشیندلی و حتا یووخت زموږ د ولایت داستخباراتو معاون زموږ یو نږدې خپلوان ته په ننواتو تماس نیولی وترڅو زه ورته خبرې پیغامونه ونه لېږم.
داسې مې هم واورېدل چې پریوه پيغام چې دیوعادي کس په تلیفون کې موندل شوی و دمحکمې له خوا ۵ کاله قید ورکړل شوو.
راځم اصل مقصد ته ، یوه ورځ پیاوړي ليکوال ښاغلي قاري عبدالستار سعید چې دعبدالرؤف حکمت، قاری حبیب مجاهد اونورو مستعارو نومونو به يې لیکنې کولې راته زنګ وواهه چې راشه کوم ملګري کاردرسره لري.
زه هم پرهغه ټاکلي وخت ورغلم پریوه خالي میدان مو څادرونه وغوړول او کښېناستو دقاري صاحب سره دویم ملګری دغټو سترګو لرونکی دنګ ځوان چې سپينه خولۍ یې په سر وه، ورسره و دجوړ پخیر نه وروسته قاري صاحب زما خواته په اشاره وویل:
دامهاجر صاحب دی دفراه نماینده ماته یې کړه چې د اکس خو دې وپيژانده ؟ دا د شهات مجلې مسؤل مدیردی.
ما چې په لومړي سرکې دا کس پېژندلی و چې دفرهنګي کمېسیون مسؤل ملا امیرخان متقي صاحب دی یوازې مې دهو ځواب دسرپه خوځولو ورکړ.
وروسته متقي صاحب راته دمطبوعاتو داهمیت په اړه ډېرې ګټورې خبرې وکړي اورانه ویې غوښتل،چې دننه په ولایت کې کوښښ وکړو چې فرهنګي اودقلم لرونکي کسان را پیدا کړو، اړیکې ورسره جوړې کړو او داستعدادونو نه یې ګټه پورته کړو.
همداشان یې د کره خبرونو د راټولو په پار راته مهمې سپارښتنې وکړې چې ما هم له خپل اړه ورته اطمینان ورکړ.
باید ووایو چې ترټولو لومړی اوپه پراخه کچه د خبري مسجونو دلېږد بهیر دهېواد بېلابېلو ولایتونو ته زموږ په ابتکار اوهڅو باندې روان شو چې وروسته بیا تر یوه حده دنورو ولایتونو مسؤلینو هم دا لاره تعقیب کړه.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *