راپورونه

د عامې روغتیا وزارت: د تېـرو کلـونـو پـه پـرتلـه د تـوبـرکلـوز نـاروغـي راکـمه شـوې

شریعت: د مارچ ۲۴مه د نري رنځ یا توبرکلوز په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ وه، چې په هېواد کې هم په دې مناسبت د عامه پوهاوي پروګرامونه تر سره کېږي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، چې په نري رنځ یا توبرکلوز د مخنیوي لپاره نوي روغتیایي مرکزونه جوړ شوي دي او په ۲۰۲۳م کال کې څه باندې ۴۹ زره د نري رنځ ناروغان ثبت شوي دي، چې د ۲۰۱۹ م کال په پرتله ۶ سلنه او د۲۰۲۲ م کال کې ۵ اعشاریه ۵ سلنه کموالی ښیي، چې د نورو کلونو په پرتله د توبرکلوز ناروغۍ کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
په دې اړه د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان د شریعت ورځپاڼې خبریال ته په یوې ځانګړې مرکه کې و ویل:
توبرکلوز یوه خطرناکه ساري ناروغي ده، چې په نړۍ کې زیات شمير مړینه لري او په افغانستان کې هم نوموړي ناروغۍ شتون لري چې په ۲۰۲۳ م کال په اوږدو کې په ټول … ۳مخ

هېوادکې ۴۹زره ۵ سوه ۳۳ په شاوخوا کې د نري رنځ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. ښاغلی زمان وایي، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۸۷۳ روغتیايي دولتي مرکزونه او په لوی ښارونو کې ۶۸ خصوصي روغتونونه فعال دي، چې د نري رنځ درملنه پکې کېږي، چې په اکثرو ولایتونو کې د توبرکلوز لابراتوارونه او وسایل شتون لري او د نري رنج ناروغانو ته اسانتیاوې برابرې شوي دي.
نوموړی وایي، چې د تېرکال چې کومې پیښې رامنځته شوې دي، د عمر او جنسیت په اساس۴۴ سلنه په ښځو، ۳۴سلنه په نارینه ‌وو چې عمرونه یې د ۱۵ کاله څخه لوړ دي او ۲۲ سلنه ماشومان چې د نري رنځ یا توبرکلوز په ناروغۍ مبتلا شوي دي. هغه همدارنګه زیاتوي، چې د نوموړي ناروغۍ د کنټرول په هکله د بېلابېلو لارو د رسنیو، مسجدونو ملا امامانو، قومي مشرانو او په روغتیایي مرکزونو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی، تر څو د توبرکلوز ناروغۍ مخنیوی وشي.
همدارنګه بل لور ته ډاکټر حقبین صافی د نري رنځ ناروغۍ په هکله داسې وایي چې هغه څوک چې د بدن مدافعت قوت یې ضعیف وي، پر نورو اوږدمهاله ناروغیو اخته وي، پر دې ناروغۍ د اخته کېدو احتمال یې زیات دي. ښاغلی صافی وايي، چې تر اوږدې مودې د پرلپسې ټوخي، په لنډه موده کې د وزن ډېر کمېدل یا د شپې مهال پر بدن د خولې راماتېدل هغه علایم دي، چې د نري رنځ لومړني احتمالي نښې نښانې بلل کېدای شي. د صافي په وینا چې ککړه هوا، په تنګو مېشت ځایونو کې د ډېرو کسانو اوسېدل او د انسان د بدن دفاعي قوت کمزورتیا له هغو لاملونو ګڼل کېږي، چې له کبله یې نری رنځ چې یوه ساري ناروغي ده، په چټکۍ له یوه انسان څخه نورو ته انتقالېږي.
نری رنځ یا توبرکلوز اوس هم په نړۍ کې له هغو ناروغیو څخه یوه یادېږي چې ډېر خلک وژني. د نړیوالو روغتیايي ادارو شمېرې ښيي چې په هرو ۲۲ ثانیو کې د نري رنځ یو ناروغ ژوند بایلي.
سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *