لیکنېمقالی اوتبصرې

د مارچ اتمه؛ له کاذب او بې تعریفه شعاره ډکه ورځ!

میا هدایت الله محمدي

نن د مارچ اتمه ده، دا ورځ نړیوالو د ښځو په نوم نومولې ده، په دې ورځ به پخوا په افغانستان کې د ښځو نمایشي نمانځغونډې کېدلې او د ښځو د حقونو او ارزښتونو په باب به کلیشه یي شعارونه ورکول کیدل، کفري نړۍ ان پیړۍ مخکې په افغانستان کې د ښځینه مظلوم پاړکي د بغاوت او د سپېڅلي سنتي او عنعنوي کلتور پر خلاف د وخت حاکمان په شا ټپولي وو، دوی غوښتل چې په افغانستان کې د دوی د حلقه بګوش واکمنانو په وسیله ښځې له کور څخه بغاوت ته وهڅوي، د خپلو میړونو د وژلو او خپلو حقونو تر لاسه کولو په اړه د پوره ازادۍ صلاحیت ورکول، حجاب له منځه وړل، په عامو او لویو بازارونو کې د ښځو لوڅ سر ګرځېدل او د ښځو د تعلیم په نوم د دوی ذهنیت خرابول او بالاخره د افغاني ټولنې اسلامي، فرهنګي او ټولنیز نظم له منځه وړل وو.
خو نن دا ورځ په داسې حال کې راځي چې په ټول هېواد کې په رښتیني توګه د توحید او عدالت، د عدل او رحم، د خوښۍ او سوکالۍ توغ رپیږي او په حقیقي توګه د هر چا مقام او ځایګی معلوم شوی دی.
د جمهوریت پر مهال موږ د ډېرو داسې ناوړه او مبتذله پېښو او کړنو شاهدان وو چې اصلاً په افغاني قاموس کې یې هېڅ ځای نه درلود؛ خو هر څه د پردیو په لاس کې وو او هغوی چې څه رنګه زړه و په هماغه رقم یې ډنګوله، موږ د جمهوریت پر مهال د متمدنه وګړو له لوري د یو څو روپیو او شهرت په خاطر د نړۍ د فسخه شویو نسخو او تجربو شاهدان هم وو، چې د دغو کسانو په واسطه به د افغانستان په پاکه خاوره د اسلام او افغانانو دښمنانو خپل ناوړه، سولیدلي، ناکاره او شرمیدلي فرمولونه عملي کول او په راڼه میدان به یې زموږ د سترګو په وړاندې د اسلامي او افغاني ارزښتونو د مسخره کولو او بې ارزښته کولو هڅې کولې.
موږ په تېره شل کلنه دوره کې د ښځو د ارزښتونو او حقونو په اړه نمایشي نمانځغونډې ولیدلې، د ښځو د مخصوصو اندامو زرهي او وسپنیزې الې مو ولیدلې، موږ په عامو بازارونو کې د بربڼتوب او بې حیایۍ رواج کیدونکې هڅې عملاً ولیدلې، موږ د ښځو په نوم د ارګ په داخل کې د جسم فروشۍ او بداخلاقۍ خبرونه واورېدل او موږ حتی د خرو نمانځغونډې هم ولیدلې. دا هر څه د دې هسک او تاریخي ملت د مسخره کولو او رشخند کولو هڅې وې؛ خو دوی زموږ نسلونو ته دا هر څه د یوه ارزښت او لاسته راوړنو په اړه تمثیل کولې او دا یې د شل کلنو هڅو یوه نمونه وړاندې کوله، په داسې حال کې چې په دغې دوره کې موږ هېڅ داسې اساسي کار ونه لید چې هغه دې د افغانانو له عنعناتو او کلتور سره سمون وخوري او یا دې دا مظلوم ملت پرې د ویاړ تر څنګ د ارامۍ او سوکاله احساس کړی وای.
اوس خبره د ښځو د ارزښتونو او د مارچ د اتمې په اړه ده، د جمهوریت پر مهال ډېرې داسې ورځې ونومول شوې چې یوازې یې نومونه وو، یوازې به یې په نمایشي غونډو په میلیونونو ډالر لګښت کاوه، که نړیوال په رښتیا هم د ښځو حقونو او ارزښتونو ته ژمن وو؛ نو بیا ولې د کابل په سړکونو کې د افغاني خویندو عزتونه لوټل کېدل؟ ولې شپني عملیات کېدل؟ ولې په پتمنو تور سرو زهري بمونه ورېدل؟ ولې له افغاني پیغلو د کار او چوکۍ په مقابل کې د جنسي خواهشاتو غوښتنې کېدلې؟ ولې د ښوونځیو وړې او معصومې انجونې مسمومې کېدلې؟ ولې په ښوونځیو کې ورته له کور څخه د بغاوت لارښوونې تدریس کېدلې؟ ولې ورته د امن په نوم د حیا د لوټلو او لیلام کورونه جوړېدل؟ د بې بې ګلې له ډېرو مهمو کارونو څخه یو دا و چې باید په افغانستان کې سنتي او عنعنوي کلتور له منځه یوسي او دلته د غرب لغړ او شرمیدلی قانون پلی کړي، که نه نو له دې پرته نور د ښځو له پاره څه شوي دي؟ چا یې غږ اورېدلې؟ چا یې د مظلومیت اوښکې پاکې کړي دي؟ د پارلمان او سنا په نوم دوه لویې سوداګریزې مغازې خلاصې وې او هغه ښځینه نومانده به ور کامیابېدله چې د بهرنیو په ګډون به یې د داخلي لېوانو سترګو ته د حیا او عزت ګاڼه لیلامول، البته د ګوتو په شمار به ځینې استثنات هم په کې وو؛ خو اکثریت ښځینه غړي یې له همدې لارو شهرت ته رسیدلې وې چې په دې اړه به کله کله دوی خپله په لویو او وړو مجلسونو کې هم اعتراف کاوه.
موږ په اسلامي ټولنه کې پیدا شوي یو او په همدې اسلامي او ملي ارزښتونو مو نېکونو، پلرونو او بااحساسه ځوانانو د تن وینې نذرانه کړي دي؛ خو دښمن ته یې دا فرصت په لاس نه دی ورکړی چې د اسلامي ارزښتونو په وړاندې دې د رشخند تمثیل وکړي او یا دې په دې سپېڅلې خاوره د غرب د شرمیدلي او سولیدلي قانون راج وچلوي.
موږ لله الحمد اوس د یوه سپېڅلي او عادل نظام خاوندان یو او دا نظام د ډېرو معصومو او پاکو ارماني خلکو په وینو او نه ستړي کېدونکو هلو ځلو لاسته راغی؛ نو په دې سپېڅلي نظام کې چې د یوې پیشو او سپي حق معلوم وي، د یوه باوقاره او باشرفه قشر (ښځینه) حیثیت او حق به ولې نه معلومیږي؛ خو په هغه شکل او بڼه نه، کوم چې غربیان غواړي؛ بلکې د اسلام د مبارک دین په رڼا کې.
اوس زموږ افغاني خویندو خپل اصلي حثیثت او وقار حاصلوي او دا لاره به یې د دنیا او اخرت د کامیابیو لامل شي؛ خو باید حوصلې لوړې او مورال لا قوي او ټینګ کړي او دښمن ته دا فرصت په لاس ور نه کړي چې د دې باعفته قشر څخه د مجهولو نومونو (هشت مارچ)، (حقوق زنان)، (حقوق بشر)، (ازادي و تحصیل)، (مساوات) په ورکو او بې تعریفه اصطلاح ګانو لوری ورک کړي او بالاخره د مکار دښمن د چل او فریب ښکار شي.
د اسلام مبارک دین کې ښځو ته لوړ مقام ورکړل شوی دی او سړیو ته یې د دوی د نفقې او ښې پالنې په اړه ذمه واري هم په غاړه کړې ده، دغه مبارک دین ښځینه پاړكي ته په ټول کال کې د یوې ورځې، هغه هم تش نمایشي ځانګړي کول، مناسب نه بولي؛ بلکې ښځه مور، خور، لور، کور ودانې او د ژوند د ټولو چارو لارښوده او استاده ګڼي او هره ورځ ورته د مور، خور، لور او کور ودانې ورځ ښکاري؛ خو متاسفانه استعماګرو دلته د نورو بدبختیو سربیره زموږ د خویندو او میندو له عاطفې ډک اړخ هم د ناهیلۍ او بې ارزښتۍ په اوبو خړوب کړی دی او دوی ته یې په ذهنونو کې داسې د محرومیتوب احساس ورکړی دی، چې (ښځه یا د کور ده یا د ګور ده)؛ خو حال دا چې موږ افغانانو کې د ښځې په اړه بله مشهوره اصطلاح ده چې وایي: (ښځه په یوه لاس زانګو په بل نړۍ زنګوي!) یعنې ښځه دومره قوي بشر دی چې په لاسونو کې نړۍ زنګوي او حقیقت هم همدا دی؛ خو دا په هغه وخت کې چې ښځه خپل مقام وپیژني، د اسلام د مبارک دین په چوکاټ کې خپل ارزښتونو او مسؤولیتونه درک کړي، په سیاسي ناندریو او مسایلو کې د حاکمو کړیو د شومو موخو ښکار نه شي او د مورده باد او زنده باد په غونډو کې ونه پرځي؛ د ښځینه قشر اصلي مقام او عزت په اسلام کې دی، نه په ډیموکراسي او یا نورو کفري نظامونو کې.
زموږ د ټولنې ټول اقشار هغه که دیني عالمان دي، لیکوالان دي، ساینس پوهان دي او یا هم شاعران دي، ټول ښځو ته په خورا درنښت او ارزښت قایل دي او د ښځې مقام ته احترام لري، د شاعرانو مصرې هم د ښځو په میړانې او شجاعت ښکلي شوي دي او په ځینو ځایونو کې خو آن د ښځو میړانه له شملې ښکته نه بولي، لکه شاعر چې وايي:
چې خبرې یې له کاره کمې نه دي
لوپټې مو له دستاره کمې نه دي
یا هم په بل ځای کې وایي چې:
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
نو په افغاني ټولنه کې ښځینه پاړكی لکه د میړونو په څېر په هر وخت کې د خپل دین، عفت، غیرت او خاورې څخه ساتنه کړې ده او دغه ډګر ته یې هډه ور، چینار چینار زلمیان روزلي دي، ترڅو دښمن ته د جنګ په ډګر کې ماتې ورکړي او خپله خاوره له غلیم څخه خوندي وساتي.
یوه بله ډېره مهمه موضوع چې نن سبا یې رسنیز ډګر هم ګرم ساتلی دی او د هېوادوالو پر ذهنونو یې هم خورا منفي اغېزه کړه ده او نړۍ هم د یوې بهانې په توګه ځان ته ترې حیله جوړه کړه، هغه د اوسني سپېڅلي نظام ننګونه ده، په اوسني نظام کې د ښځو د ونډې په نه شتون او د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو بندېدل دي. حال دا چې د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي په وینا په اوسني نظام کې یوازې په پوهنې وزارت کې له نوي (90) زره زیاتې ښوونکې په دندو اخته دي او همدارنګه په عامې روغتیا وزارت کې له څوارلس زره زیاتې ښځینه کارکوونکې په دندو اخته دي، له دې سره سره په نورو وزارتونو او ادارو کې هم په لسګونو ښځینه کارکوونکې تر اوسه پورې په خپلو کورونو کې معاشونه اخلي او حقوق یې نه دي ضایعه شوي؛ چې یو له دغو وزارتونو څخه د بهرنیو چارو وزارت دی، په بهرنیو چارو وزارت کې د اسلامي امارت له راتګ څخه تر اوسه پورې هېڅ ښځینه کارمنده نه ده منفک شوې او خپل ټاکلی معاش په خپل کور کې ورسیږي، چې دا په حقیقي توګه د اسلامي امارت یوه ښه لاسته راوړنه او د ښځینه قشر په ارزښت او اهمیت قایلیدل دي، یوازې د ښوونځیو او پوهنتونونو ستونزه لاینحله پاتې ده چې د اسلامي امارت مشرتابه او نور ټول مسؤولین په دغې برخه کې هم خپلې هڅې روانې کړي دي، هیله او امید شته چې دا ستونزه به هم ژر تر ژره په پوره حکمت حل شي؛ خو کله چې خبره د دومره لوی ارزښت او اهمیت شي؛ نو بیا ولې زموږ افغاني خویندې د پردیو د شومو موخو ښکار شي او په سړکونو یا لویو لارو کې د زنده باد او مورده باد نعرې ووهي؛ خو حوصله دې وکړي چې مشران دغې ستونزې ته په حاکمانه توګه د حل لارې چارې ولټوي او د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د خویندو له پاره د پوهنې دروازې پرانیزي.
په پای کې زه ټولو هغو افغاني خویندو او میندو ته د درنښت او احترام دوه لاسي سلامي کوم، کومو چې په دا شلو کلونو کې خپل عفت ساتلی، خپل افغانیت یې ساتلی او د خپلې خاورې ساتنې ته یې زلمیان روزولي دي!
د افغاني میندو یاد دې یوازې د مارچ تر اتمې نه وي محدود؛ بلکې د دغو میړنیو میرمنو یاد دې تل ښاد وي، د عفت لمنې دې تل پاکې او د عزت جامې او لوپټې دې یې تل پتمنې او خوندي اوسي!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *