افغانستان

د مالیې وزیر مسولینو ته: د عوایدو په راټولولو کې شفافیت ته جدي پاملرنه وکړئ

د مالیې وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري، کندز ته په سفر کې له «سپین زر» دولتي شرکت، شېرخان بندر او د آمو سیند له ویجاړیو څخه لیدنه وکړه.
مالیې وزارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست، د سپین زر شرکت مسئولینو ته د دولتي شرکتونو پر ارزښت، د هېواد په اقتصادي وده کې د شرکتونو پر رول او له ترلاسه شویو عوایدو څخه د ملي بودجې پر پیاوړتیا خبرې وکړې او دوی ته یې د چارو د ښه مدیریت او پرمختګ په تړاو اړینې لارښوونې وکړې.
ملا بدري، د دغه سفر په بهیر کې د شېرخان سوداګریز بندر او هلته د دغه وزارت د اړوندو بنسټونو چارې و ارزولې او د آمو سیند د ویجاړیو ارزونه یې هم کړې ده.
هغه، دغه راز مسئولین د خپلو چارو ښه مدیریت او د هېواد د آبادۍ په موخه د عوایدو شفاف راټولولو ته هڅولي دي.
تر دې وړاندې، د مالیې وزارت سرپرست بغلان ته تللی و او په دغه ولایت کې یې د ۸۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۰۰ ټنه ګازو یوه زېرمه او د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د تېلو یو پمپ پرانیستی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *