افغانستان

عاليقدر امیرالمؤمنین د یو شمېر ولایتونو له علماؤ او مسؤلینو سره په کتنه کې: مسؤلین دې خپل ځانونه اصلاح او د خلکو مشکلات دې حل کړي

شریعت: د افغانستان د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله پرون د بدخشان‎، هرات، فراه بادغیس او نیمروز ولایتونو له علماء کرامو، والي صاحبانو او نورو نظامي او ملکي مسؤلینو سره ولیدل.
په دغه کتنه کې د اسلامی امارت زعیم امیرالمومنین حفظه الله تفصیلي علمي او هراړخیزه وینا وکړه.
نوموړي په خپله وینا کې مسؤلین خپلو ورسپارل شویو دندو ته متوجه کړل، امیرالمومنین حفظه الله د خپلې وینا په یوه برخه کې د مجلس برخوالو ته وویل: په تیرو شلو کلونو کې د ولس د اذهانو په تخریبولو کې زیات کوښښ شوی، اوس د علماء کرامو او د اسلامي امارت د مسولینو دنده جوړیږي چې د ولس د اذهانو د تنویر لپاره شپه او ورځ کار وکړي، خلګوته باید اسلامي نظام وروپیژندل شي او له اصولو یې اګاه کړل شي. امیر المومنین حفظه الله وویل: د اسلامي امارت مسؤلین باید لومړی خپل ځانونه اصلاح او په شریعت برابر کړي، له تکبر او غرور څخه ځانونه وساتي، له قومیت، منطقه پرستي او انډیوالي پاللو څخه ځانونه لرې وساتي او کاراهل کارته وسپاري.
نوموړي زیاته کړه: د ولسي خلکو مشکلات د امکان په صورت کې حل کړئ، وخت ورکړئ او دروازې یې پر مخ مه بندوئ امیرالمومنین حفظه الله وویل: د خپلو نورو مسؤلیتونو ترڅنګ د هیواد ابادۍ او ترقي ته زیاته توجه وکړئ، له خپلو شته امکاناتو استفاده وکړئ، په ځانګړې توګه د عام المنفعه تاسیساتو جوړولوته زیاته توجه وکړئ. امیرالمومنین حفظه الله د خپلې وینا په اخر کې وویل: دښمن په نظامي ډګر کې ماته خوړلې، خو په تبلیغاتي میدان کې اوس هم زیات کوښښ کوي چې ذهنونه په تشویش کې واچوي، په موجوده اسلامي نظام یې بې باوره کړي، مسؤلین او عام ولس باید د دښمن دسیسو او شومو پلانونوته متوجه وي او ددښمن په تبلیغاتو تیر نه وځي وروسته د مجلس ګډون والو علماء کرامو او مسؤلینو، د خپلو ولایتونو د فعالیتونو د بیانولو ترڅنګ د خپلو سیمو مشکلات هم شریک کړل، علماء کرامو او مسؤلینو ژمنه وکړه، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرامینو او احکامو عملي کول خپله وجیبه بولي، پوره هڅه به کوي چې د مجاهدینو او عام ولس د اذهانو د تنویر لپاره به کارنده ګامونه واخلي. مجلس د دعایي په ویلو سره پای ته ورسید.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *