دینې لیکنېلیکنې

د مـدينـې پـر لــور

همدا راز مې د ابودجانه رضى الله عنه کيسه ولوستله چې ځان يې د رسول الله صلى الله عليه و سلم لپاره سپر وګرځاوه او په داسې حال کې چې غشې به يې پر شا لګيدلى ځان يې پر رسول الله صلى الله عليه و سلم راټيټ کړى ٶ.
داسې نورو ورته کېسو چې د مينې او محبت ښکارندويي کوله زه يې تر اغيزو لاندې راوستم؛ کله به مې په ژړا کې د شوق رڼې اوښکې څڅولى او کله به مې خوشحالۍ پر درست وجود څادر وغوړاوه.
د همدې کتاب او مخلص ليکوال نه هېريدونکى احسان دا دى چې زما په زړه کې يې د عشق پټه کيميا را ژوندۍ کړه؛ داسې کيميا چې له هغې پرته ژوندون لذت او ارزښت نه لري. د فارسي ژبې شاعر امير خسرو رښتيا ويلي چې: ((پر هغې ورځې دې مرګ وي چې د مينې خوند په کې و نه څکم، هغه ګړۍ دې نېکمرغه نه وي چې د محبت له ملايم نسيم څخه تش وي او مرګ دې په داسې ژوندون وي چې ټول د عقل او منطق په اتباع کې تېروم)).
هوکې! مينه او محبت د ژوندون حاصل او مغز دى څومره ښه يې ويلى چې: ((نړۍ ته چې مې وکاته د خرمن‌ځاى غوندې راښکاره شوه چې له مينې پرته نور هر څه پکې پوستکي، پلوړ او واښه ٶ)).
همدا مينې اتلان او نابغه انسانان له خپلو سيالانو او همزولو څخه ممتاز کړي دي، د ټولنې ميانه او کمزوري قشر د همدې مينې له امله داسې آثار پرې ايښي چې ډېرو غښتلو او شمتنو خلکو نه شوه کولاى ملتونه پرې تسخير کړي او هغه ملتونه چې مينې ته يې لاس رسى موندلى دى درسته نړۍ يې په واک کې اخيستې ده. د امت وروسته پاتې خلک په وروستيو پيړيو کې د همدې مينې څخه بې برخې شول چې بې روح کالبوت ته ورته دي او د ژوندون پر اوږو بار دي. هغوى د زيات مال، بې کچې تعليم، لوړو مقامونو او سترو هېوادونو خاوندان شول خو لمنې يې د ژوندون له کيميا تشې دي. نوى روزل شوی نسل مو د ټولنې د نورو طبقاتو په پرتله له همدې مينې څخه بې برخې پاتې دي چې تر ټولو بې روح، کمزورې او سپکه طبقه ګڼل کېږي.
له همدې کتاب او ليکوال نه يې مننه کوم ځکه د وجود پټه مينه يې راژوندۍ کړل او ترې مننه کوم چې د مينې مسير يې مخ پر هغه چا واړاوه چې د مينې او محبت ارزښت لري؛ مخ پر هغسې چا چې د ښايست په صفتونو او اعجازي وړتياوو ښايسته کړل شوې او د نړۍ خالق د خلقت او ښو اخلاقو له پلوه بل څوک تر هغه ښايسته او دنګ نه دى پيدا کړي. د همدې امت ستر ناورين دا دى چې خپلې اړيکې يې له زړه څخه پرې کړي او د مينې له خونده محروم دى. د اسلامي نړۍ شاعر محمد اقبال رښتيا ويلى چې:
شبى پیش خدا بگریستم زار زار
مسلمانان چرا خوارند و زارند؟
ندا آمد نمی‌دانی که این قوم
دلی دارند و‌ محبوبی ندارند
پر تا دې سلام وي سليمانه! ما ستا په کتاب کې دوه داسې نعمتونه وموندل چې د اسلام له نعمت وروسته يې د هېڅ نعمت سره د مقايسې وړ نه ګڼم دا دوه نعمتونه پاکه مينه او صحيح هدف يې دى. دا دوه نعمتونه څومره ستر او مبارک دي!
نور بيا …

څلورمه برخه / ليکوال: سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله / ژباړن: محمدصادق طارق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *