ادبشعرونه

د غریب کور !

اراده مــې د غریب کـره د تلـو شوه
د پوښتنې ګرویږنې مې ارزو شـوه

د غریب په کــور کـې مـاته دروازه وه
نه له غله نه له بدخوا یې اندېښنه وه

نارینـــه یې ټــول وتلــــي وو  وکارته
څوک په کلي کې مشغول ووڅوک وښارته

نېک کوچنیان وو خو کالي یې لږ زاړه وو
غټان تللي مدرسې ته کور واړه وو

څو مېرمنې وې خړجنې یې جامې وې
خو په رنګ او په عاداتو ښایستې وې

روغ رمټ یې بدنـونه ګړنــــدۍ وې
په ګامو لکه د غره خړې هوسۍوې

چای ډوډۍ یې راوړل کور لوښي یې پاک وو
ټول کوچنیان یې عادت شوي حیاناک وو

ستړې شوې وږي شوې وې له کاره
وډوډۍ ته سره راغلې په کراره

ها د چایو ډوډۍ څنګه خوندوره
ومعــــــدې زړه او بدن ته  ګټوره

ټولو  وخوړه په خوند له د سترخوانه
تا به وېل من او سلوا ده له آسمانه

هرې ښځې ته پیسې څه ورسره وې
دوی قانع لکه په هرڅه چې پوره وې

له کارونو څخه راغلل څو ځوانان وو
چې  کالي یې کړل بدل لکه ګلان وو

سره کښېناستل په مينه په خندا وو
له رعیت له حــکومته بــې پروا وو

هو د زړه د خوشـــــالي بله دنیاده
چې هســتي یې رسېدلې ترهرچاده

غريب خوښ وي چي هوسایې شول مزلونه
وســــــــیکل ته نوي کړي یې ټېرونه

خان اخیستی قېمتي نوی موټر وي
په خوښي کې سره دواړه برابر وي

کاش چې تله وای په سترګو مو ليدلی
چې خفګان او خوشالي مو په تللای

زما ظن دی غم خوښي یې په یو شان وي
خو په سترګو یو نو کر وي او بل خان وي

دغه ظن مې بدل شو په یقین وی
رسېدلی د ( زاهد) زړه ته تسکین وی

زاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close