سرمقالې

د نظام د لاټینګښت اوتنظیم لپاره مهم توکی !

ښایي موږ هریو دا تجربه ولرو چې آن که یوه کورنۍ کې هم د مشر او کشر صلاحیتونه ټاکلي نه وي، کوم یو له خپل صلاحیت نه بهرچليږي، څوک له خپل صلاحیته پوره کارنه اخلي، د څو کسانو ترمنځ د صلاحیتونو تداخل وي یا ځینې نورسره مساوي صلاحیت ونه کاروي او یا د مشورې اصل له پامه غورځوي، داسې کورنیوکې حتماً ګډوډۍ او اختلافات منځ ته راځي او معامله تاوتریخوالي ته رسيږي. البته دا کورنۍ که بیا څلوېښت ميليونه وګړي ولري چې لږ ترلږه یوه ميليون خو یې خالص د همدي کورنۍ منتظمین وي چې امیر، رئیس، وزیر، قاضی، قوماندان، والي، ماموراو ساتونکي په توګه جلا جلا ذمه وارۍ یې پرغاړه او د خپلې کورنۍ بیت المال اوټول شریک وسایل یې هم په واک او اختیارکې وي، بیا د یادې کورنۍ د چارو سمبالښت او ښه انتظام لپاره خورا ډېره ضروري ده چې هر منتظم او مسوول یې د خپل مکلفیت پېژندنې لپاره یو مفصله، مشرحه، جامع او ټاکلي لایحه ولري، څو د هماغې لایحې په رڼا کې د خپلې وظیفې کلیات اوجزئیات وپیژني اوعام وګړي یې هم په دې وپوهیږې چې کوم کوم تصرفات بې قانونه اوغلط دي. په دې توګه به هرمامور او مسؤل په رڼو سترګو د خپلو اختیاراتو ساحه ویني، خپل کاري چوکاټ به پېژني او دا دعوا به نه شي کولی چې کارونه یې ټول په شریعت اوعدالت برابروو هرڅه چې کوي او یا یې کړي، د هر یوه لپاره خپل دلیل اوخپل تفسیر اودلایل لري. مطلب دا چې موږ ټول د اخرې زمانې او د شر، فساد او فتنو د وخت خلک یو او ښکاره ده چې ددې څلوېښت ميليوني خاندان دغه یومیلیون خادمان هم د همدې ټولنې اوهمدې زمانې خلک دي او دا هم معلومه ده چې د ټول رعیت دا شریک بیت المال، وسایل، شتمني او د هغوی پرسر واکمني یو داسې دروند امانت او هغه سخت امتحان دی چې له مسوولیته یې په بریالیتوب سره خلاصېدل یقیناً د انبیاوو او صحابه کراموایمان غواړي. په دې اساس ویلی شو چې دا وخت داسلامي امارت په نامه ترلاسه شوې انتظامیه اود افغان مسلمان ملت د انتهایي بې مثاله قربانيو په بیه ګټلې خپلواکي او زرین فرصت خامخا په دې ارزي چې موږ هر یو یې د لاټینګښت او پرمختګ لپاره شپه ورځ فکروسوچ وکړو اوټولې هغه نیمګړتیاوې درک او مشخصې کړو چې خدای دې نه کړي د نظام د ناکامۍ او بدنامې لامل ګرځي، ځکه دا فرصت زموږ د څه دپاسه څلورو لسیزو مبارزاتو محصول دی، لوی خدای جلاجلاله دې دغه فرصت راڅخه نه ضایع کوي او ټولو منتظمینو سره دې تل ترتله الهي توفیق او نصرت مل وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *