ټولنه اوکلتور

سواد ، زده کړه او پوهه د مفهوم په لحاظ درې بېلا بېل تعریفونه دي

پورتنی عنوان د هغه څیړنو یوه برخه ده چې د سواد ، زده کړو او پوهې داصلي مانا اوپه ځای تعریف ددې دریو واړو (ویونو) د سم او په ځای استعمال په اړه له موږ سره مرسته کوي ، ځکه ډېرځلې لیدل کیږي او اورېدل کیږي چې سواد، د زده کړو او زده کړې د پوهې په مانا یا په بل عبارت ګډ وډ یود بل په ځای استعمالېږي ، په لاندې ډول پرې رڼا اچول کېږي .
سواد : د انسان په وجود کې له هغه پدیدې څخه عبارت دی چې یوکس وکړای شي په ډېره لومړنۍ بڼه لیک ولولي اویا یو یا دوه کرښې څه ولیکلی شي ، چې دا د سواد په ټیټه کچه مفهوم اوترهمدغه توان پورې محدود ګڼل شوی دی ، کله چې د بیسواده اوباسوداه کلمه استعمالیږي نو اورېدونکی دا مفهوم ترې افاده کوي چې مقابل لوری داسې باسواده دی چې یوازې لوستونکی اود څوکرښود لیکلوتوان لري ، یا اورېدونکی پوهیږي چې مقابل لوری دومره باسواده دی چې ددې توان لري کومه کرښه لیک له مخه ولوستلای شي او هم د سپین کاغذ پرمخ یوڅه ولیکي ، سل کاله وړاندې به اکثره باسواده کسان په جوماتونوکې د ملا امامانود (سرنامو) په مرسته باسواده کېدل خوپه هغه وخت کې مینه اوعلاقه ددې سبب کېده چې یوکس دډېرژرباسواده شي ، باسواده کسان به هغه وخت زیاتره د ټولنې داکثریت بیسواده طبقې ترمنځ په کثرت پیدا کېدل .
سواد ، د زده کړویا پوهې لومړنی مفهوم افاده کوي ، یا په دې برخه کې دلوړو، پوړیو، د لومړي پوړ، هغه زینه ده چې د زده کړواوپوهې دترلاسه کولوپه تکل لومړی ګام پکې ایښودل کیږي ، دبا سواده کېدو لپاره یوکس کولای شي په ډېره آسانۍ په لومړنی بڼه د ( الف ، ب) توري سره وجنګوي او له دې حروفوسره دمشغولا په ترڅ کې په ابتدایي کچه یوڅه سواد ترلاسه کړي ، خوپه تکرارسره وایوهغه کسان چې له سواد سره مینه لري ژر دې موخې ته رسېدای شي ځکه ډېرځله لیدل شوي چې په ډېره لږ هڅه یو کس ځان باسواده کړی وي .
دویم زده کړې: چې دا یوه کسبي پدیده ده چې ماشومتوب څخه پیلېږي او د زحمت او محنت په واسطه له ښوونکي څخه ترلاسه کیږي او لمنه یې هم ډېره پراخه وي ځکه زده کړې په بیلا بیلوبرخوکې د ښوونکي لخوا په هغه څه، چې څوک پرې نه پوهیږي ، ترلاسه کیږي ، له ماشومتوب څخه تربوډاتوب پورې د زده کړومرحله ګڼلی شو یا په بل عبارت له زانګو څخه ترقبرپورې زده کړې ادامه لرلی شي ، دزده کړومفهوم ډېرعام دی ځکه په یوه شق کې د بل (ښوونکي) په مرسته ځان پوهولوته زده کړې ویل کیږي خو زده کړې یوازې هغه مسلک ته محدودې وي چې زدکړیال وخت ورته وقف کړی وي .
کله چې یوڅوک باسواده شو او لومړنی یا لوړې زده کړې یې هم ترلاسه کړې نو پوهه بیا ددې لړۍ درېیمه ، وروستۍ او پرمختللی مرحله ده چې ځانګړې څیړنې اوپلټنې هم په دې برخه شاملې دي .
په کوم مسلک کې پوهه د معلوماتوله مطالعې څخه ترلاسه کیږي چې سلوک ، فطري وړتیا د آفاقي معلوماتومطالعه او سرآنجام قرینه هم پکې شامله ده ځکه د کتابونوله متن څخه د علمي استنباط په واسطه لوړه پوهه حاصلیږي اوپوهه هم پراخه او لوړ ابعاد لري ، په پوهه کې نیمګړتیا نشته کله چې موږ د پوهې د کلمې نوم اخلو نو دا په دې ماناده چې یو کس په خپل مسلک کې دتخصص په وروستۍ مرحله کې قرار لري
د پوهې نړۍ ډېره پراخه ده او یو کس نشي کولای په ټولوبرخوکې متخصص واوسي یا بشپړه پوهه ولري ځکه نن ورځ په نړۍ کې ډېرساینسي علوم لکه طب، تخنیک اوهمدارنګه ټولنیزعلوم لکه ادبیات، سیاست، اقتصاد، دیپلوماسي، ارواپوهنه موجود دي چې یوکس نه شي کولای پریوه وخت کې د ساینسي او ټولنیزوعلومومتخصص واوسي نوځکه مجبور دی په یوه برخه کې به خپله پوهه د بلوغ او نبوغ سرحد ته رسوي اوځانته به د پوهاند نوم خپلوي ، که ټولوبرخوته لاس وغځوي ښایي په هیڅ پوه نشي .
نوله سواد څخه زموږ وروستی استنباط دا شوچې سواد د لیکلو اولوستلو لومړنۍ مرحلې ته وایي اوزده کړې یې په پراخه ابعادودوهم پړاودی چې په کومه برخه کې یې کړې دي اوپوهه بیا د پورته رشتوله ډلې څخه په یوه کې یې د تخصص حاصلول دي .
د سواد، زده کړو او پوهې له دری واړو ترمنځ د زده کړومرحله مهمه ده ځکه زده کړې یوازې په دې مانا نه دي چې یوکس به د خپل ښوونکي له خولې د لیک او لوست ترلاسه کوي زده کړه ډېره پراخه نړۍ ده چې په میخانیک ډول په نورو برخوکې هم ترلاسه کېږي مثلا یو بیسواده کس کولای شي د تخنیک په برخه کې له خپل استاد څخه میخانیک زده کړې وکړي د موترو جوړولو ښه مستري و اوسي خو به ضمن کې بیسواده وي یا په کوم بل تخنیکي مسلک کې داسې وړتیا ولري چې
نوریې نلري.

حیا ت الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *