بېلابېلې لیکنې

د خوندونو او لذتونو ډولونه:

که څه هم د جزئياتوپه لحاظ خوندونه ځان ته ډېر ډولونه لري خو په کلي ډول د خوندونو درې ډولونه دي چې په لاندې ډول د هر يوه تعريف او مثال ذکر سوی دی:
1 – جسمي او بدني خوند؛ دا خوند د خوړلو، څښلو، ليدلو، اورېدلو او جنسي اړيکو په ذريعه انسان ته حاصلېږي او په دې خوند کې له انسان سره نور حيوانات هم شريکان دي ځکه نو دا خوند د انسان لپاره کمال نه دی که چيري کمال وای نو بايد په انسانانو کې هغه انسان غوره وای چې ډېر خوراک، څښل او جنسي مقاربت يې کولای سره له دې چې ډېر خوراک، څښاک او ډېر مقاربت د انسان لپاره کمال نه دی، همداسي که دغه شيان د انسان لپاره کمال وای نو انبياؤ ته به د دوی تر دښمنانو ډېر ورکول کېدلای؛ البته هغه وخت کمال کېدلای شي چې د ځانه سره په ضمن کې اخروي لوی خوند ولري.
2 – وهمي او خيالي خوند؛ دا د دنيوي مشرۍ، پر نورو انسانانو د لويۍ او فخر خوند دی که څه هم د دې خوند غوښتونکي د لومړي خوند تر غوښتونکو په نسبي ډول لوړ دي خو د دې خوند اصلي تاوانونه د هغه تر ګټو ډېر دي ځکه نو د دې خوند درلودلو په سبب انسان د ډېرو ارزښتونو، معنوياتو او کمالاتو څخه محروميږي او په خپل نفس کې د داسې خوندونو ساتل شرعاً محکوم دي له همدې امله دا خوند هم د انسان لپاره کمال او ځانګړتيا نده.
3 – عقلي روحاني خوند؛ دا خوند انسان ته د الله تعالی په پېژندلو، علم او لوړو انساني صفاتو حاصليږي لکه سخاوت، پاک لمني، شجاعت، صبر، حلم، عبادت، ځوانمردي او داسي نور…
دا تر ټولو لوی او مهم خوند دی او د انسان لپاره ستر کمال هم دی ځکه د داسې خوند درلودل د انسان د هر اړخيز کمال او غوره والي دليل دی او د داسي خوند په درلودلو انسان د الله تعالی رضا او په آخرت کې د جنتونو لوړ مقام تر لاسه کولای شي.
په احاديثو کې چې ايمان او ځينو نيکو اعمالو ته د خوند او لذت نسبت شوي دی همدا ډول خوند ورڅخه مراد دی چې په ساده ژبه يې موږ تعبير د زړه په سکون او آرامۍ سره کولای سو؛ لکه په حديث کې چې راځي: د ايمان خوند هغه څوک درک کولای شي چې الله تعالی د ځان لپاره رب غوړه کړي، اسلام د ځان لپاره دين غوره کړي او محمد صلی الله عليه وسلم د ځان لپاره پيغمبر غوره کړي.
منبع: روضة المحبين ونزهة المشتاقين ص145

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *