دینې لیکنې

د مسلمانانو پرمختګ ته یوه کتنه درېيمه برخه 

د مسلمانانو سياسي پرمختګ
نبوي زمانه
په رسول الله ص لومړنۍ وحی ۶۱۰م فبروري کې نازله شوه، دوه کاله وروسته هغه مبارک بلنه پيل کړه، د مکې خلکو له هرې ممکنې لارې د دې مقصد د ناکامولو هڅه وکړه خو اسلام ورو، ورو خپرېده، له دې ناکامۍ وروسته د مکې خلکو د مسلمانانو تعذيبول پيل کړل، د رسول الله ص په اصحابو يې ظلمونه ستمونه وکړل، کله چې د دوی ظلم او ستم پای ونه موند،نو مسلمانانو د ۶۲۲م ستمبر کې مدينې ته هجرت وکړ.
د مکې کفارو مدينه کې هم مسلمانان په ارام پرېنښودل او په ۶۲۴م کې د يو ستر لښکر سره د اسلامي رياست له منځه وړلو لپاره د مدينې په لور وخوځېدل، ددوی په لښکر کې نږدې زر تنه جنګيالي وو، له دوی سره ۶۰۰ زغرې او ۷۰۰ اوښان وو، خو د مسلمانانو شمېره ۳۱۳ تنه وو، له دوی سره د ګوتو په شمېر تورې، يواځې اته زغرې او ۷۰ اوښان وو چې مجاهدين پرې يو په بل پسې سپرېدل، د بدر په ميدان کې دواړه لښکرې مخامخ شوې، د مکې کافر په پراخه کچه مسلح او له خورا ډېرو امکاناتو سره راغلي وو،خو مسلمانان د شهادت په جذبه مست وو، د بدر په جګړه کې کفار له شرمناکې ماتې سره مخ شو، ۷۰ مړي او ۷۰ بنديان يې تر شا پرېښودل چې يواځې ۱۴ مسلمانان شهيدان شوي وو.
په بدر کې د ماتې له کبله د مکې په هر کور کې ماتم جوړ شو، د مکې کافرو د خپلو مړو د غچ اخيستلو لپاره راتلونکی کال ۶۲۵م کې بيا په مدينه بريد وکړ، دا ځل د دوی شمېره ۳۰۰۰ وو چې د مسلمانانو شمېر يواځې ۷۰۰ تنه وو، د أحد غره ته نږدې خونړۍ جګړه وشوه، په پيل کې مسلمانانو بری وموند، کافر وتښتېدل، مسلمانانو تعقيب کړل تردې چې په کنډَو ګمارل شوي غشي ويشتونکي؛ چې رسول الله ص په هر ډول حالاتو کې د خپل ځای پرېښودو څخه منع کړي وو؛ د تعقيب لپاره راښکته او کنډَو تش پاتې شو، له همدې کنډَو نه خالد بن وليد چې هغه وخت مسلمان شوی نه ؤ پر مسلمانانو د شا له لوري بريد وکړ، د غشو ويشتونکو د سرغړونې له امله مسلمانانو بری په ماته بدل شو خو بيا هم د مکې کافران د پوره بريا پرته ستانه شول.
۶۲۷م کال کې د مکې کافران د ډېرو عربو قبيلو په ملتيا پر مدينه د بريد لپاره راغلل، د کافرانو شمېره لس زره وو، رسول الله ص له مدينې چاپېره خندق وکينده، چې له امله يې کافران مدينې ته په ننوتلو بريالي نه شول، اوويشت ورځو پورې مدينه کلابنده وه، يوه شپه الله تعالی توند باد راوالوځاوه چې له امله يې د کافرانو کيږدۍ چپه شوې، ساړهٔ ډېر شول چې په پايله کې بريدګر ناکام او تش لاس ستانه شول، له دې وروسته کافرانو بيا پر مدينه بريد کولو ته زړه ښه نه کړ.
د خندق غزا نه يواځې درې کاله وروسته ۶۳۰م کې رسول الله ص د لس زره کسيز پوځ سره پر مکه بريد وکړ، مکې والو د دفاع کولو توان نه درلود نو رسول الله ص د يو فاتح په حيث مکې ته ننوت، نه کومه ابادي ونړېده، نه کومه مېرمن بې ابرو شوه، مکه له وينې تويېدو پرته فتح شوه، د فتوحاتو په تاريخ کې د دا ډول پُرامن ننوتلو بېلګه نشته، د مکې والو سره د رحم او کرم سلوک وشو، رسول الله ص د ابوسفيان په څېر سخت دښمن هم وبښه، يواځې يو څو مجرمانو ته چې قانوناً مجرم ؤ سزا ورکړه.
راشده خلافت
له رسول الله ص وروسته ابوبکر صديق رض خليفه وټاکل شو، نوموړي دوه کاله حکومت وکړ، د رسول الله ص له وفات نه وروسته ځينې قبيلې له اسلام نه مرتد او بغاوت يې وکړ، ابوبکرصديق د بغاوت په ټکولو او د عربو ټولو قبيلو په يؤ کولو کې بريالی شو، نوموړي نه يواځې داچې ارتداد او بغاوت کنټرول کړ بلکې د عربو له پولو دباندې يې پوځونه ولېږل، نوموړي د اسامه بن زيد رض لښکر د روميانو مقابلې ته ولېږه، د روانېدو پر وخت يې د نصيحت په ډول ورته وويل: د چا لاس او پښې مه پرې کوئ، کوچنيانو، ښځو او بوډاګانو باندې توره مه راباسئ، د خرما ونې له اړتيا پرته مه غوڅوئ، ونې بوټي مه سېزئ، بې ضروروته څاروي مه وژنئ، د نړۍ په تاريخ کې له دې مخکې داسې بېلګه نشته دی، د اسامة لښکر بريمن راستون شو.
له ابوبکر صديق رض نه وروسته عمر فاروق رض۴۴هـ -۶۳۴م خليفه شو، د نوموړي په رهبرۍ مسلمانانو حيرانوونکي فتوحات وکړل، په ۶۳۵م کې يې اردن فتح کړ، ۶۳۶م کې يې ايرانيانو او روميانو ته ماتې ورکړه، په ۶۳۷م کې يې د یروشلم بيت المقدس ستره فتحه وکړه، مسلمانو پوځيانو تر ۶۴۱م پورې فارس، شام، فلسطين او مصر فتح کړل په ۶۴۳م کې طرابلس ليبيا فتح شوه.
د عمر فاروق رض خلافت دور کې عراق، الجزاير، ارمينيا، اذربايجان، کرمان، خراسان، هرات، همدان، ديلم، رۍ، طبرستان، سيستان، فارس او مکران د اسلامي حکومت برخه وګرځېدل، په همدې ډول د بدر غزا نه شل کاله وروسته مسلمانان د يو پراخه سلطنت خاوندان شول چې په ۲۲ لکه ميله مربع ځمکه باندې خپور ؤ، هاغه وخت په نړۍ کې ايران او روم دوه زبر ځواکونه ؤ، مسلمانانو د روم قيصر او د ايران کسری دواړو ته ماتې ورکړه.
مشهور غربي تاريخپوه (کيرن آرم سټرانګ) ليکي:
«د اسلام له راتګ نه مخکې عربان وروسته پاتې خلک وو، البته ډېره لنډه موده کې يې دوه نړيوالو زبرځواکونو ته تاريخي ماتې ورکړه».
يو غربي عالم ليکي: که عمر فاروق رض لس کاله نور هم ژوندی وای يا د هغه په څېر يو بل عمر پيدا شوی وای نو په نړۍ کې به له اسلام پرته بل دين پاتې نه ؤ، ۶۴۴م کې عمرفاروق رض شهيد شو، نوموړی هاغه څوک ؤ چې رسول الله ص يې په اړه فرمايلي ؤ: که له ما وروسته بل نبي وای نو هغه به عمر ؤ.
د عمرفاروق رض دردوونکي شهادت نه وروسته عثمان رض (۵۶هـ ۶۴۴م) کې خليفه وټاکل شو، د نوموړي خلافت دور کې د فتوحاتو سلسله روانه وه، مسلمانانو د شمالي افريقا ځينې سيمې فتح کړې، مسلمان پوځونه د کيشيا ورهاخوا پورېوتل، د نوموړي په خلافت کې قبرص، تونس، ليبيا، خوارزم، افغانستان، غزني بلخ، سمرقند، بخارا او طخارستان فتح شول، د عثمان رض په دور کې اسلامي پوځونه ماوراء النهر او چين ته ورسېدل، د نوموړي په دور کې مسلمانانو لومړنی سمندري ځواک چمتو کړ. نور بیا…

 لیکوال: پروفیسور ارشد جاوید – ژباړه: انوارالحق عاصم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *