دینې لیکنې

د رمضان اوولسمه او اتلسمه ورځ؛ د تاريخ له پاڼو

_ د بدر غزا
د هجرت په دويم کال د رمضان په دوولسمه نېټه رسول الله ص د صحابه کرامو په ملتيا روان شو، تر څو له شام څخه مکې مکرمې ته هغه راروانه قافله ونیسي چې په قیمتي مالونو بار زر اوښان په کې وو او مشري یې أبو سفيان کوله؛چې په دې سره به د کفارو قوت له منځه لاړ شي، له مسلمانانو سره يوازې دوه آسونه او اويا اوښان وو. د قافلې مشر أبو سفيان د مکې معظمې مشرکینو ته حال ولېږل او د قافلې ژغورنې لپاره يې همکاري و غوښته، هغه و چې د أبوجهل په مشرۍ د کفارو زر کسيزه لښکر چې اويا آسونه، اوه سوه اوښان او ډمې نڅاګرې ښځې ور سره وې؛ روان شو. أبوسفیان لاره بدله کړه او أبوجهل ته يې حال ورکړ چې موږ ځانونه وژغورل، تاسو هم بېرته ستانه شئ! خو أبوجهل چې له رسول الله ﷺ سره يې زيات عناد درلود؛ قسم يې وخوړ چې موږ به د بدر په میدان کې درې ورځې خوشحالي لمانځو، اوښان به حلالو او ډمې ښځې به نڅوو. د رمضان د اوولسمې ورځې په سهار د بدر په میدان کې د اسلام او کفر لښکرې سره مخامخ شوې، تر جنګ وړاندې لومړی انفرادي مقابله پيل شوه، له نبوي کورنۍ څخه درې تنه مسلمان سپه سالاران حضرت علي رض، حمزه رض او عبيده بن حارث رض او له قريشو عتبه، شیبه او وليد د جنګ میدان ته را بهر شو، درې واړه مسلمانانو هر يو کافر په نوبت سره ووژل، عبیده رض د عتبه په ګذار لومړی زخمي او بيا وروسته شهید شو. له انفرادي جنګ وروسته عام جنګ پیل شو او مسلمانانو داسې میړانه وښوده چې تر ننه يې کارنامې د تاريخ په زرينو کرښو ليکل کېږي، د بدر غزا د اويا کفارو په وژلو، د اويا تنو په ژوندي نيولو او د څوارلس مسلمانانو په شهادت پای ته ورسېده.
٢_ د حضرت علي رض شهادت
حضرت علي رض چې د رسول الله زوم او د تره زوی و، تر بعثت لس کاله وړاندې زیږیدلی او د رسول اللهﷺ په کور کې د هغه تر تبیې لاندې را لوی شوی و، نوموړی لا ماشوم و چې ایمان يې قبول کړ. څلور کاله او نه میاشتې یې خلافت وکړ. نوموړی په ٤٠ هجري کال په عراق کې د رمضان په اوولسمه نیټه د جمعې په ورځ یو بهرني( إبن ملجم )هغه مهال شهید کړ چې سهار وختي لمانځه ته روان و. حسن رض، حسين رض او عبدالله بن جعفر رض غسل ورکړ، حسن رض پرې د جنازې لمونځ وکړ، څوک وايي د کوفې مسجد قبلې طرفته، څوک وايي په قصر الامارة کې او څوک وايي د عراق په نجف ښار کې خاورو ته وسپارل شو، خو کره خبره داده چې د تدفین ځای یې د خوارجو له ويري پټ ساتل شوى دی او څوک پرې معلومات نه لري.
٣_ د حضرت رقیة رضي الله عنها وفات
حضرت رقیة رض د رسول الله ﷺ لور او دعثمان رض بي بي وه، له خپل خاوند سره یې دوه ځله هجرت کړی و؛ لومړی ځل له مکې معظمې حبشو ته او دوهم ځل له مکې معظمې مدينې منورې ته، له دې کبله دا په «صاحبة الهجرتین» مشهوره وه. عثمان رض له رسول الله ﷺ سره غزوة بدر ته د تلو اراده کړې وه، خو رسول الله ﷺ ورته له ناروغي رقیې رض سره د پاتې کیدو امر وکړ، په ٢هـ کال د رمضان په اوولسمه نېټه چې رسول الله ﷺ په بدر کې وه، رقیة رض ۲۲ کلونو په عمر وفات شوه او په جنت البقيع هديره کي خاورو ته وسپارل شوه.
د رمضان په اتلسمه نېټه
١_ دخالد بن وليد رض وفات
خالد بن وليد رض د مکې تر فتحې شپږ مياشتې وړاندې ايمان راووړ، نوموړي ټول عمر په جهادونو کې تېر کړ او د اسلام په تاريخ کې هغه زړور مجاهد يادېږي چې په هیڅ یوه جګړه کې یې ماتې نه ده خوړلې. دمشق یې فتحه کړ، په شام کې د روم امپراتوري او عراق کې د فارس امپراتوري پر وړاندې یې د زړورتیا او قهرمانۍ مهم رول درلود، له رسول الله ﷺ څخه يې أتلس حديثونه روايت کړي، د بخاري شریف په يو حديث کې نوموړی وايي: د موتې په غزا کې زما په لاس کې ٩ تورې ماتې شوې او يوازې يوه يماني توره مې په لاس کې روغه پاتې شوه. نوموړی په ٢١هـ کال د رمضان په اتلسمه نېټه وفات شو او د شام په مشهور ښار حمص کې خاورو ته وسپارل شو. د مرګ په بستر يې دا جمله وویله: شهادت مې غوښتل، خو په برخه مې نه شو او نن داده په بستر مرم! خو بيا هم تر» لا اله الا الله» کلمې پرته هېڅ شي ته امید نه لرم، زه به په همدغه کلمې ځان ژغورم.
٢_ له حسين رض سره د خلکو بیعت
په ٤٠هـ کال د رمضان په اتلسمه نېټه له حسين رض سره خلکو دخلیفه په توګه وروسته تر هغه بیعت وکړ، چې پلار یې أمير المؤمنين حضرت علي رض شهید شو. له شپږ مياشتې خلافت وروسته یې د خپلمنځي اختلافاتو د مخنیوي په خاطر خلافت حضرت معاويه رض ته وسپارل.
٣_ د إمام الشریف عبد الحی ندوي زوکړه
د رمضان په اتلسمه نېټه د هند لوی مؤرخ عبد الحی بن فخرالدين چې په إمام الشریف ندوي یې شهرت درلود، وزيږېد، د نوموړي نیکه قطب الدین له بغداد څخه د مغولو د فتنې پر مهال لومړی غزني ته مهاجر شوی و او بيا وروسته له غزني څخه هند ته کډه شوی و، چې اولادونه يې هم هلته را لوی شوي دي. نوموړی د( نزهة الخواطر، بهجة المسامع والمناظر، جنة المشرق ومطلع النور المشرق، الثقافة الإسلامية في الهند او تلخيص الأخبار) کتابونو لیکوال دی.
٤_ د دوه لکه اندونیزیایي مسلمانانو عامه وژنه
د رمضان په اتلسمه ورځ د هالینډي ځواکونو له لوري د اندونیزیا د خلکو قتل عام پیل شو، په پنځلسمه ميلادي پيړۍ کې مسلمانان د اندونیزیا ټاپوګانو ته د تجارت په موخه ننوتل، او هلته په شپاړسمه میلادي پیړۍ کې اسلام په چټکۍ سره خپور شو. کله چې هالنډیانو په اندونیزیا کې هسپانویانو ته ماتې ورکړه، په ۱۷۹۵م کال کې فرانسويانو د «نابليون بونابرت» په مشري اندونیزیا مستعمره کړه، کله چې هالنډیانو دوی ته هم ماتې ورکړه، د اندونیزیا خلکو یو ستر انقلاب را منځته کړ چې پایله یې دا شوه چې هالنډیانو د روژې په مبارکه میاشت کې خلک ووژل او دا وژنې یې دوام درلود. پنځه کاله وروسته تر دې چې هالنډ د دوه سوه زره مسلمانانو له وژلو وروسته د اندونیزیا په بشپړ کنټرول
ترلاسه کړ.

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *