افغانستان

د پوهنتونونو نصاب ته د بیا کتنې لړۍ دوام لري

د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت له لوري یو ملت یو تحصیلي نصاب ته د بیا کتنې په لړکې د هېواد د اړونده پوهنتونونو د ژبو او ادبیاتو، ژورنالیزم، او ټولنیزو علومو پوهنځیو د نصاب بیا کتنې او پراختیا د دوهم پړاو کلستر د کب په ۷ نیټه پیل شو چې پکې د هېواد د پوهنتونونو استادان په ۱۴ګروپونو د تاریخي اثارو پیژندنه، انسان پېژندنه، ژبې او ادبیات، ټولنپیژندنه، د انګلیسې ژبې ادبیات، د روسي ژبې ادبیات، د عربي ژبې ادبیات، د ترکې ژبې ادبیات، د کتاب لرلو معلومات، د هندي ‎ژبې ادبیات، د المانې ژبې ادبیات، د چینایې ژبې ادبیات، د هسپانوي ژبې ادبیات، د اردو ژبې ادبیات، او فرانسوي ژبې ادبیاتو ویشل شوی ؤل چې هر ګروپ پخپل وار خپل ګزارشونه د نصاب کمیټې ته وړاندې کړل او د رایو په اکثریت هغه مضامین چې ورته اړتیا لیدل کیده په نصاب کې ځا په ځای کړل او هغه چې ورته اړتیا نه لیدل کیده حذف شول دغه کلستر د کب په ۱۱مه پای ته رسیږي او دغه لړۍ دوام لري.
خبریال سلطان محمود سالمزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *