افغانستانمرکې

د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وياند: د کرنې سرپرست وزيرد مهاجرينو د تنظيم لپاره د مرستې غوښتونکی شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزير مولوي عطاالله عمري ننګرهار ولايت ته د خپل سفرپرمهال له پاکستان څخه دبېرته راستنېدونکو مهاجرينو د تنظيم لپاره د ننګرهار له والي ملا محمد نعيم آخند
(حاجی ګل محمد) سره وکتل. دغه مطلب د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وياند مصباح الدين مستعين د يوې مرکې په ترڅ کې زموږ خبريال ته څرګند کړ او ويې ويل: دغه کتنه په ننګرهار ولايت کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو کمپ ته د کرنې د وزير له سفر وروسته ترسره شوه او د کډوالو د چارو د تنظم په اړه يې خبرې وکړې.
ښاغلي مستعين وويل:
ښاغلي عمري د مهاجرينو د وضعيت د ستونزو د هوارۍ په برخه کې د ننګرهار والي او د سيمې رهبرۍ ستاينه کړې او زياته کړې يې، چې د خېمو نصبول، د روغتيايي او فرهنګي ټيمونو فعاليت، لېږد رالېږد او عادي خلکو ته د خوراکي او لومړنيو اړتياوو د رسولو په برخه کې پرمختګ شوى دی.
د کرنې وزارت وياند زياته کړه: د ننګرهار والي د کرنې وزير ته د بې ځايه شويو سره د مرستې په موخه د خپلو فعاليتونود ترسره کولوپه ترڅ کې معلومات ورکړل..
ده ډاګيزه کړه:
ښاغلي عمري ويلي د سفر موخه يې مهاجرينو ته د کرنې ځمکواو د سرپناه جوړولو او همدارنګه د ځمکو په کرايه کولو کې د ملکيت اجاره ، انتقال او په دې برخه کې يې د ننګرهار له والي څخه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ده زياته کړه: د ننګرهار والي د دغو مهاجرينو د لاسنيوي په اړه د معلوماتو له وړاندې کولو وروسته د ملکيتونو د انتقال او د ځمکو د اجارې په برخه کې پر ملاتړ او همکارۍ ټينګار وکړ.
ښاغلي مستعين څرګنده کړه:په دې کتنه کې د کرنې سرپرست وزير چې د مهاجرينو چارو د رسېدو د عالي کميسيون د ځمکو د اجارې او د ملکيتونو د انتقال د عالي کميسيون د کمېټې مسئول دی، د ماليې، صنايعو او سوداګرۍ، مهاجرينو، ښار جوړونې، ادارې رئيسان، د ننګرهار د کرنې رئيس مولوی عبدالستار، زه او د کرنې وزارت د دفتر رييس ملا حسين احمد خورشيد يې ملګرتيا کوله.
نوري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *